تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لاوروف: په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندنه له وخته مخکې خبره ده
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو موضوع له 'وخته مخکې ' خبره ده.
د روسیې له تاس خبري اژانس سره یوه مرکه کې چې د دسمبر پر ۳۱ مه د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه هم خپره شوې، ښاغلی لاوروف وايي، د اوس لپاره به په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو موضوع له وخته مخکې خبره وي.
نوموړی زیاتوي:
'' یو مثبته پرېکړه په دې پورې تړاو لري، چې په افغانستان کې وضعیت څه ډول بڼه غوره کوي، یا به مناسبه وي که ووایم، چې هغه وخت چې طالبان د یوه پراخګډونه حکومت رامنځته کولو، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ او مخدره موادو په څېر مسایلو سره مبارزې لړ کې خپلې ژمنې پوره کړي. ''
نوموړی وايي، روسیه به د دې موضوع سره په تړاو له نړیوالې ټولنې سره په شریکه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د طالبانو لېرې کولو پر لور تدریجي پرمختګ وکړي، ''چې په رسمیت د افغانستان نوي حکومت پېژندلو ته زمینه برابره شي. ''
په ورته مهال ښاغلي لاوروف ویلي، مسکو په کابل کې د خپل سفارت له لارې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له استازو سره په اړیکه کې دی.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وویل چې طالبان باید د خپل حکومت ټولګډونوالی باوري کړي.
هغه یوې خبري غونډې ته دا هم وویل چې مسکو به د طالبانو د حکومت د رسمیت - پېژندنې په تړاو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه پرېکړه کوي.
ښاغلي پوتین روسیې ته له افغانستانه د مخدره توکو قاچاق او د مرکزي اسیا هغو هېوادونو ته چې له روسیې سره پوله لري، په احتمالي ډول د اورپکو ننوتل د اندېښنې وړ مسایل وبلل.