چین خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، له اجازې پرته دې افغانستان کې کان کېندنې ته زړه نه ښه کوي

تصویر از استخراج معادن

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د چین سفارت پرون جمعه چینايی شرکتونو او چینايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې په پټو سترګو او له رسمي اجازې پرته دې د افغانستان د کانونو برخه د پلټنې په موخه دغه هېواد ته سفر نه کوي.

سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د کاونو او پټرولیم وزارت د کانونو برخه کې د پلټنې جواز تر لاسه کولو لپاره ډېر سخت شرطونه ايښي دي.

په افغانستان کې د چین د سفارت لخوا په دې خپاره شوي بیان کې راغلي چې که هر څوک او یا هر شرکت له اجازې پرته د کانونو د پلټنې چاره ترسره کړي ښايي د نیولو له خطر سره مخامخ شي.

دې بیان کې چې د سفارت پر ویپاڼې خپور شوی دغه راز ویل شوي چې همدا اوس د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر داسې بهرنیان نیول شوي چې د فعالیت جواز یې نه درلود.

بیان زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د کاونو او پټرولیم وزارت د کانونو برخه کې د پلټنې جواز تر لاسه کولو لپاره ډېر سخت شرطونه ايښي دي.

افغانستان ډېرې طبیعي زېرمې لري. په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د ځمک پیژندنې بنسټ د اټکل له مخې افغانستان کې د مسو، سرو زرو، لېتیمو او نورو فلزاتو زیرمې شته چې نړۍ کې کم موندل کېږي.

د دې ارزونې له مخې هغه مهال د دې زیرمو ارزښت له یو تریلیون نه تر درې تریلیون ډالرو اټکل شوی وو او دا چې اوس یې ارزښت اوس څومره دی په دې اړه تازه او کره معلومات نشته.

د چین د سفارت لخوا چینايي شرکتونو او چینایانو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری په داسې مهال ورکړل شوی چې په دې وروستیو ورځو کې فایننشل ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې وو چې یو شمېر چینايي شرکتونه افغانستان کې د لیتیمو او مسو د زېرمنو لټون کوي.

تالک

ویل شوی چې افغانسستان کې د لېتیمو پراخې زیرمې شته چې تراوسه لاس نه در وروړل شوی. لېتیمو ته چې د برېښنايي موټرو په بطریو کې کارول کېږي اوس مهال نړۍ کې ډېره اړتیا ده.

چینايي کلوبل ټایمز ورځپاڼې هم ان د تېر نومبر په میاشت کې رپوټ ورکړی و چې یو شمېر چینايي شرکتونه په ځانګړو ویزو افغانستان ته تللي چې دغلته د لیتیمو د زیرمو لټون وکړي.

بلخوا د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې لوېدیځوالو کان کېدونکو ویلي چې په افغانستان کې د حکومت بدلون ښايي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته د نړیوالو لېوالتیا کمه کړي، خو چین چې د طبعي زیرمو یو لوی کارونکی هېواد دی د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د کانونو په برخه کې پانګونې کړې دي.