تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونېسف د افغانستان لپاره 'د بل هر وخت پرتله د زیاتو' مرستو غوښتنه وکړه
په ملګرو ملتونو سازمان کې د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف په خپل تاریخ کې د یوه هېواد لپاره د بل هر وخت پرتله د زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.
یونېسف په یوه اعلامیه کې ویلي، له ۲۴ میلیونه افغانانو سره یې چې نژدې نیمايي یې ماشومان دي، د بشري مرستو لپاره د دوه میلیاردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.
یونېسف مسوولین اټکل کوي چې مناسبو خوړو، پاکو اوبو او د نظافت کافي وسایلو ته د نه لاسرسي له کبله به ۲۰۲۲ کال له هرو دوو افغان ماشومانو یو په خوار ځواکۍ اخته وي.
یونېسف مسوولین هیله من دي چې د مرستې دغه دوه میلیارده ډالر به په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو لپاره د روغتیا، خوراک، نظافت او زدکړو برخو کې د خدمتونو لړۍ له سملاسي ویجاړېدو وژغوري.
د افغانستان لپاره د یونېسف استازې الیک اکونګا په دې هکله په یوه پیغام کې وویل:
''په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره سخت اندېښمنونکی دی. ژمی وار له مخه رارسېدلی دی او له اضافي مالي مرستو پرته به یونېسف او مرستندویه ادارې و نه. توانېږي هغو ماشومانو او کورنیو ته د (مرستې) لپاره ورسېږي، چې موږ ته تر بل هر چا زیات اړ دي. ''
د ملګرو ملتونو دا چارواکي وېره څرګندوي چې دا مهال میلیونونه افغان ماشومان د لوږې او ان مړینې له خطر سره مخامخ دي.
نوموړې زیاتوي دوی هڅه کوي چې له هرې شونې لارې له هغو افغان ماشومانو سره مرستې وکړې چې د هېواد په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو او نظافت نشتوالي له کبله د تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ نړیوال بانک کې د افغانستان بیا رغاونې صندوق 'اې ار ټي ایف ' په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره په دې څانګه کې د افغانستان له یو اعشاریه پنځه میلیارده کنګل شوې شتمنۍ د ۲۸۰ میلیونو ډالرو خوشي کول تایید کړل.
د سرچینو له قوله ویل شوي و، چې دا ۲۸۰ میلیونه ډالر به د خوړو نړیوال سازمان او د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف ته په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ورکړل شي.