د کابل لوېديځ کې موټربم چاودنې ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پلازمېنې کابل په لوېدیځ دشت برچي سيمه کې د یوې چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او پنځه ور ټپيان دي.
د طالبانو يوه چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي "زموږ لومړنی معلومات ښيي چې بم په يوه په موټر پورې نښلول شوی و او موږ په دې اړه پلټنې کوو".
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی بيا وايي، دې چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی او شپږ ټپیان دي، چې په وینا یې ټپیانو کې درې ښځې هم شاملې دي.
دغه چاودنه د کابل په ۱۳ امنیتي حوزه نقاش سیمه کې شوې. پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې د پېښې موټر ښکاري، چې د اور لمبې ترې پورته کېږي.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د دوو بېلو چاودنو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په یوه پیغام کې ادعا کړې چې دغه بریدونه د دغې ډلې د غړو له خوا ترسره شوي دي.
تېره اوونۍ د ښار په همدې سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه وګړي دي، د یوې ورته چاودنې له کبله یو خبریال وژل شوی و او لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي وو.
د هغې چاودنې مسوولیت د داعش ډلې 'خراسان څانګې 'وسله والو منلی و.
داعش ډلې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریدونه ډېر کړي دي. دې ډلې روانه میاشت د پلازمېنې سردار محمد داود خان پوځي روغتون برید وکړ چې له ۱۹ ډېر کسان پکې ووژل شول او نژدې ۵۰ کسان په هغه پېښه کې ټپیان شوی وو.










