د هلمند په مرکزي زندان کې په نشو د روږدو سلګونو کسانو درملنه پیل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په سوېل کې طالب چارواکو تر۷۰۰ ډېر پر نشو روږدي کسان له بېلابېلو سیمو د هلمند مرکزي زندان ته ورټول کړي او وايي هلته یې د پالنې او روزنې چاره ورته پیل کړې ده.
په هلمند کې طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، په لشکرګاه کې د روږدو کسانو شمېر اندېښمنوونکی و چې په وینا یې له امله یې په جرمونو کې هم ډېروالی لېدل کېده.
د رپوټونو له مخې په دغه ولایت کې د نشه يي توکیو پېر او پلور هم په عامه ځایونو کې کېږي او د کوکنارو د کرکیلې کچه هم پکې تر ټولو لوړه بلل شوې ده.
مرکزي زندان ته د درملنې په موخه وړل شویو روږدو کسانو ترمنځ ګڼ شمېر ماشومان هم شته.
په نشو روږدي دا کسان له مرکز لشکرګاه او ورته له نژدي ولسوالیو راټول شوي دي.
د هلمند د زندان مشر بهالدین عاطف وايي په نشو روږدي کسان یې د نشو د مخنیوي او ګڼو کسانو د ژوند ژغورولو لپاره ټول کړي چې درملنه یې وشي.
د ښاعلي عاطف په وینا په ښار کې ډېرې غلاوې همدې په نشو روږدو کسانو کولې ځکه یې راټول کړل او د درملنې لپاره مرکزي زندان ته ولېږدل.
چارواکي وايي مرکزي زندان ته روغتیا پالان په نشو د روږدو کسانو د درملنې په خاطر ورځي او یو شمېر نور کسان دیني زده کړې ورکوي او بوخت یې ساتي څو په دې توګه له نشه يي توکو نه مخ وګرځوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هلمند کې د مرکزي زندان مشر بهالدین عاطف وویل چې اوس مهال ۷۰۶ په نشو روږدي کسان په مرکزي زندان کې دي او له دوی سره په دې لړ کې یوازې سره صلیب د زندان د پاک ساتلو په برخه کې یوه اندازه مرسته کړې ده.
دا کمسارې ده چې زندان خلکو ته د سزا پرځای د روزنې او پالنې په مرکز بدلېږي خو پر نشه د روږدو کسانو د درملنې هڅه په هغه ولایت کې کېږي چې د نشه يي توکو کاروبار په کې تر بل هر ځایه ډېر دی او داسې رپوټونه هم شته چې د نشه يي توکو پېر او پلور په عامه ځایونو کې هم کېږي.
د دغه ناقانونه کاروبارونو شته والی د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده هغه هم په داسې حال کې چې په کور دننه ګڼ شمېر افغانان نشه يي توکو ته مخه کوي او بهر ته یې قاچاق له نورو هېوادونو سره پر اړیکو اغیز پرې ایستلی شي.
خو زندان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې هڅه ډېرو ته داسې یو ګام ښکاري چې د نشو په مخنیوي کې تر ډېره بریده مثبتې پایلې لرلی شي.

د عکس سرچینه، UNODC
د شمېرو له مخې افغانستان کې نږدې دوه نیم میلیونه وګړي چې ۴۰ سلنه یې مېرمنې دي نشه یي توکي کاروي.
د لېرې پرتو سیمو مېرمنې دوه برابره ډېرې د ښاري مېرمنو پرتله په نشه یي توکو روږدې دي.
ویل شوي په ټول هېواد کې ۸۵۰ زره مېرمنې نشه يي توکې کاروي، او هيڅ داسې ولسوالۍ نشته چې په هغې کې دې څو مېرمنې روږدې نه وي.











