ملا برادر د ۲۰۲۱ کال د نړۍ سلو اغېزناکو کسانو لېست کې راغلی

ملا برادر

د عکس سرچینه، Getty Images

ټایمز مجلې د ملا عبدالغني برادر نوم د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په نوملړ کې شامل کړی دی. ملا عبدالغني برادر چې ۱۹۹۴ کال کې یې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک له بنسټ اېښودونکو کسانو یو دی، د طالبانو سرپرست حکومت کې د رئیس الوزرا د مرستیال دنده ورسپارل شوې ده.

د ټایمز مجلې په نوملړ کې له ملا عبدالغني برادر سره سره د افغان مدني فعالې محبوبه سراج نوم هم د هغو سلو کسانو لیست کې راغلی چې د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې اغېزناک بلل شوي.

ملا برادر د طالبانو لیکو کې د فعال سیاسي مشر په نظر کتل کېږي.

نوموړي له تېرو نژدې دوو کلونو راهیسې په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي مشري کوله او له معتدلو طالب مشرانو یو بلل کېږي، چې د ځینو په اند په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدل غواړي.

بل لور ته طالبانو د ټایمز مجلې په دې لیست کې د خپل یوه مشر نوم شاملېدو هرکلی کړی. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بي سي ته وویل: ''ملا برادر اخوند د نرم مزاج څښتن ا او په عین وخت کې د یوه قاطع شخصیت څښتن دی، له تېرو دریو، څلورو لیسیزو راهیسې د افغانستان مسایلو کې رغنده رول لري، د نړۍ له یوه ستر ځواک سره یې تاریخي هوکړه وکړه او موږ پرې ویاړو. ''

د تېر اګست پر ۱۵ مه د طالبانو لاس ته د کابل کنټرول له ورتلو وروسته داسې ګومان کېده چې ملا برادر به د طالبانو د حکومت مشر شي، خو له دریو اونیو بحثونو او سلا مشورو وروسته د ملا محمد حسن اخوند په مشرتابه یوه سرپرسته کابینه رامنځته شوه، او ملا برادر یې د رئیس الوزرا د مرستیال په توګه وګومارل شو.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په کابل او دوحه کې ځينې طالب سرچینو بي بي سي ته د طالبانو تر منځ د اختلافاتو رامنځته کېدل تایید کړل.

له تېرو څو ورځو راهیسې ملا برادر په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او په ټولنیزو رسنیو او وټس اپ ګروپونو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې دي.

ملا برادر (منځ کې) د طالبانو مهمو مشرانو له ډلې یو دی

د عکس سرچینه، 8am

د عکس تشریح، ملا برادر (منځ کې) د طالبانو مهمو مشرانو له ډلې یو دی

ورسره دا اوازه هم خپره شوه چې ګواکې دې ډزو کې ملا عبدالغني برادر سخت ټپي شوی او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړې.

دغو اوازو هغه وخت زور واخیست چې ملا عبدالغني برادر د یکشنبې په ورځ له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویډیو کې ونه لیدل شو.

پر دې ورځ د طالبانو لومړي‌ وزیر ملا محمد حسن اخوند د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره ناسته درلوده. د طالبانو لخوا خپره شوې ویډیو کې د کابینې نور مهم غړي وو، خو ملا برادر په کې نه و.

له هماغه وروسته د ملا برادر برخلیک په اړه اوازو دومره زور واخیست چې ان د طالبانو ویاندویان اړ شول په اړه یې وضاحت وړاندې کړي او رد یې کړي.

د دوشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د ملا عبدالغني یو غږیز پیغام خپور کړ، په کوم کې چې ملا برادر وویل:

"دغه په رسنیو مطبوعاتو کې چې کوم خبر چلېږي، زه دغه وخت سفر کې وم.‌ الحمدالله موږ ټول ملګري تیار تکړه یو. زموږ ضد اکثره وخت رسنۍ دغه ډول بې ځایه تبلیغات او شرموونکي درواغ وايي".