پینټاګون وايي، لا هم د داعش خطر جدي دی؛ لږ تر لږه ۱۱۷ زره کسان له کابله ایستل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې وویل، کابل کې لا هم د داعش خطر جدي دی.
په ورته مهال امریکايي پوځي چارواکي وايي، ۱۱۷ زره کسان د کابل له حامد کرزي هوايي ډګره ایستل شوي دي او تر وروستۍ ټاکل شوۍ نېټې به دا لړۍ روانه وي.
ښاغلي کربي په یوه لنډه خبري غونډه کې وویل:
''امریکایان ان د یوې دقیقې لپاره هم تصور نه کوي چې څه کابل کې پېښ شول د دوی پر هوډ به اغېز وکړي. ''
نوموړي زیاته کړه د پنجشنبې ورځې ډرون برید د داعش ډلې یوه مهم کس له منځه وړلو لپاره و، چې دغې ډلې ته یې د بریدونو لپاره اسانتیا چمتو کوله.
امریکايي ځواکونو د کابل حامد کرزي هوايي ډګره بهر د داعش ډلې له خونړي برید دوې ورځې وروسته پر پنجشنبه وویل، د داعش خراسان ډلې د بریدونو یو طراح یا پلان جوړوونکی یې د افغانستان په ختیځ کې وژلی دی.
د امریکايي پوځ ډرون الوتکې په ننګرهار ولایت کې دا برید کړی.
د پنټاګون په وینا هغه کس چې ډرون برید پرې شوی، وژل شوی دی او ملکي کسانو ته د تلفاتو اوښتو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
طالبانو د امریکا ډرون برید غندلی

د عکس سرچینه، EPA
بل لور طالبانو د امریکایي پوځ دا ډرون برید غندلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ''دا په څرګند ډول پر افغان خاوره برید دی. ''
ښاغلي مجاهد دغه راز ویلي، تمه کوي چې څو ساعته وروسته به د پلازمېنې کابل هوايي ډګر بشپړ کنټرول د دوی په لاس کې وي.
نوموړی زیاتوي دوی هغه چارواکي ګومارلي چې د افغانستان نوي حکومت چارې به پرمخ بیايي او تمه کوي چې ډېر ژر نوې کابینه اعلان شي.
"هوایي ډګر به ډېر ژر طالبانو ته پاتې شي"

د عکس سرچینه، Reuters
دا مهال شاوخوا پنځه زره امریکایي پوځیان په کابل هوایي ډګر کې ځای پر ځای دي او هڅه کوي له افغانستان د بهرنیو وګړو او نورو اړمنو افغانانو د ایستلو بهیر پر مخ بوځي.
د بي بي سي د نړیوالو چارو خبریاله لیس ډوسېټ، چې دا مهال کابل کې ده، د سرچینو له قوله وایي چې امریکایي او بریتانوي ځواکونو له یاد هوایي ډګره د وتلو چاره پیل کړې ده.
طالبانو د جمعې پر ورځ وویل، د هوایي ډګر پر ځینو برخو یې کنترول ترلاسه کړی، خو د امریکا پوځ وایي لا هم ټولې چارې او برخې د دوی په لاس کې دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې ده چې د اګست میاشتې تر پایه به ټول امریکایي پوځیان له افغانستان وباسي.
د جي-۷ هېوادونو مشرانو څو ورځې وړاندې له امریکایي ولسمشر وغوښتل چې دا نېټه وغځوي، ځکه د دوی په باور په دومره لنډه موده کې خپل ټول وګړي له افغانستان نشي ایستلی.
خو ولسمشر بایډن یې دا غوښتنه ونه منله او ټینګار یې وکړ چې په ټاکل شوې موده کې د وګړو د ایستلو چاره بشپړېدلی شي.
یو نامالوم لویدیځ چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هڅه کېږي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ټول بهرني وګړي له افغانستان و ایستل شي.
د فرانسې په ګډون ګڼو ناټو هېوادونو د خراب امنیتي وضعیت له کبله وار د مخه له افغانستان د وګړو را ایستلو چاره درولې ده.
امریکایي چارواکي وایي، لا هم پر کابل هوایي ډګر د یوه بل برید 'قوي احتمال' شته دی.
په ورته مهال طالبان ټینګار کوي چې هغه افغانان چې اړین اسناد ورسره نه وي، هوایي ډګر ته د ورتګ اجازه نه لري.






