افغان حکومت د غزني والي داود لغمانی نیولی دی

د عکس سرچینه، Social media
د افغانستان کورونیو چارو وزارت وايي د غزني والي داود لغمانی یې له خپل مرستیال، د دفتر رئیس او نورو ملګرو سره وردګ ولایت کې نیولی دی. دغه کسان داسې حال کې نیول شوي چې د طالبانو لخوا نن (پنجشنبه) سهار د غزني ښار تر نیول کېدو وروسته کابل ته پر لاره وو.
دوی د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت لوی ریاست لخوا نیول شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي د غزني ښار ځینو برخو کې لا هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت دوام لري.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې وسله وال طالبان د ښاغلي لغماني د موټرو کاروګان بدرګه کوي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني هم ویلي چې د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ طالبانو نیولي، خو د ملي پوځ لوا په بالاحصارکې او د ملي امنیت ریاست لا له دولت سره دي او مقاومت روان دی.
ادعا دا ده چې د دغه ښار د ډېرو برخو د لاسه وتلو پر مهال د طالبانو پر وړاندې مقاومت نه دی شوی او طالبانو والي او د هغه ملګرو ته د وتلو خوندي لار ورکړې ده.
د طالبانو لخوا د غزني ښار تر نیول کېدو وروسته په خواله رسنیو خپرو شويو تصویرونو کې ښکاري چې یو شمېر طالب وسله وال ښاغلی لغمانی او د هغه ملګري له غزني د وتلو پر مهال بدرګه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي بي بي سي ته په استولي غږیز کلپ کې ویلي چې د دغو چارواکو د نیول کېدو د لامل بشپړ جزیات به وروسته شریک شي.
غزني ښار د افغانستان لسم ولایتي مرکز دی چې د طالبانو لخوا یې د نیول کېدو ادعا کېږي.
د افغانستان له غزني رپوټونه وايي، وسلوالو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز غزني ښار ونیو.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغزني ولایت مقام، امنیه قومندانۍ ، ملي امنیت ریاست او محبس په ګډون د مختلفو سیمو د نیولو ادعا کوي.
انځورونو کې د دې ډلې وسلوال د غزني د امنیه قومندانۍ مخ او د ښار په نورو هسکو ودانیو کې هم لیدل کېږي.
خواله رسنیو کې د زغرګاډو داسې انځور خپور دی چې طالبان یې تلاشي کوي.
ویل کېږی دا کابل ته د غزني د والي او امنیه قومندان د ګاډو کاروان دی. د بي بي سي له ډېرو هڅو سره حکومت په دې هکله تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.
غزني پر کابل-کندهار سړک پروت ستراتیجیک ولایت دی او د افغانستان سوېلي او لوېدیځ ولایتونه له پلازمنې کابل سره نښلوي.
طالبان دا هم وايي، وسلوال یې د بادغیس مرکز قلعه نو ته ننوتلي او د ښار پنځمه حوزه او ګڼې کمربندي پوستې یې نیولې دي. افغان حکومت د طالبانو د دې ادعا په هکله هم څه نه دي ویلي.
طالبانو تېره یوه اونۍ کې د نیمروز، فراه، بغلان، بدخشان، جوزجان، سرپل، سمنګان، تخار او کندوز ولایتي مرکزونه هم ونیول.
له اونۍ ډېر وخت کېږي چې د هلمند مرکز لښکرګاه کې هم د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړه روانه ده.
پرون دغه ښار کې حکومتي ځواکونه له امنیه قومندانۍ وتلي دي.
یوه سرچینه وايي، د هلمند پر امنیه قومندانۍ تر موټر بم برید وروسته د قومندانۍ ودانۍ ته دروند زیان واوښت ځکه نو حکومتي ځواکونو ته ودانۍ کي پاتېدل ناشوني وو.
د راپورونو له مخې د لښکرګاه پر مرکزي زندان هم بېګا شپه درې موټر بم بریدونه او وروسته جګړه هم شوې ده، خو زندان تر دې دمه د حکومتي ځواکونو په واک کې دی.
د کندهار محبس نیول

د افغانستان سوېل ته له کندهار رپوټونه وايي، طالبانو دغه ولایت کې محبس مات کړی او له امله یې سلګونه بندیان تښتېدلي دي.
طالبانو دې وروستیو کې د جوزجان مرکز شبرغان او بدخشان مرکز فیض اباد په ګډون ځینې ولایتي مرکزونو نیولو سره هم زندانونه مات او سلګونه بندیان یې خوشي کړل.
د افغانستان د زندانو چارو ادارې ویلي په وروستیو کې د جګړو له شدت سره شاوخوا زر تنه بندیان له زندانونو تښتیدلي.
د دې ادارې ویاند صفي الله جلالزي بي بي سي ته وویل، اندیښمن دی چې له دې کار سره به جنايي پېښې ډېرې شي.
د هغه په خبره، ډېر دا کسان د جنايي پېښو، انسان تښتونو، نشه يي توکو قاچاق او وسلوالو غلاوو په جرم بندیان وو.









