غزني کې د شریف خان مقبرې د ویجاړېدو وېره
په اسیا کې د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه غزني ښار کې د یوې غونډۍ پر سر په تیموري سبک جوړه شوې د شریف خان مقبره تر ترمیم وروسته بیا هم د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ ده. دا شاوخوا پنځه سوه کاله لرغونې مقبره د هغو ۴۰ تاریخي ودانیو په کتار کې ده چې دېوالونو یې درزونه کړي. اسدالله جلالزی دغې مقبرې ته ورغلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.