د غزني ښار څنډو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي

افغانستان

د عکس سرچینه، Malistan

د افغانستان غزني کې ځايي سرچینو تائید کړې چې د طالبانو او افغان دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې د دغه ولایت د مرکز څنډو ته رسېدلې دي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي بي بي سي ته ویلي چې امنیتي ځواکونه نو اباد سیمه کې له شپږمې امنیتي حوزې وتلي او طالبان هلته ځای پر ځای شوي دي.

هغه د غزني ښار د پولیسو د لومړۍ حوزې د درېم ماموریت د تشېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په قعله امیر محمد خان سیمه کې د دویمې حوزې اړوند د شپږم ماموریت ودانۍ هم د طالبانو لخوا الوځول شوې ده.

ښاغلی یوسفي وايي که د دغو سیمو امنیتي وضعیت ته پام ونشي، طالبان به وتوانېږي چې د ښار زړه ته لار وکړي.

طالبانو هم تائید کړې چې وسله وال یې د غزني ښار څنډو ته رسېدلي دي.

نورو دولتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو د غزني د والي پر فېسبوک وروستي پوست کې چې ۱۴ ساعته وړاندې شوی د نوموړي له خولې لیکل شوي "د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکول کېږي چې هېڅوک د ناامنیو هڅولو او د غزني ولایت د خلکو د ځورولو اجازه نه لري".

د غزني ښار اوسېدونکي وايي چې طالبان په نیول شویو سیمو کې د خلکو له کورونو د مورچو په توګه ګټه اخلي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Socila Media

د عکس تشریح، د غزني ښار شپږمه حوزه

پر غزني سربېره د افغانستان سویل کې د کندهار ولایت د مرکز څنډو ته له نږدې پرتو سیمو هم د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتو رپوټونه ورکول شوي دي.

له دې سره طالبان وايي د بامیان کهمرد ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ یې نیولې دي، خو خپلواکو او دولتي سرچینو تر دې دمه د طالبانو دا ادعا نه ده تائید کړې.

بل لور ته دفاع وزارت نن سهار یوه اعلامیه کې ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په د هېواد مختلفو ولایتونو کې په ځوابي بریدونو او مخامخ نښتو کې ۲۷۱ طالبان وژلي او ۱۶۲ ټپي کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دفاع وزارت لخوا دوی ته د مرګژوبلې اړولو دا ادعا رد کړې.

افغانستان

د عکس سرچینه، Ghazni.gov

د عکس تشریح، د غزني والي محمد داود له امنیتي کسانو سره وضعیت څاري

یاده دې وي چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني په مالستان ولسوالۍ هم برید کړی و.

د دې ولسوالۍ ځینو چارواکو وړاندې ویلي وو، که تر نن دوشنبې (د چنګاښ ۲۱) امنیتي ځواکونه ور ونه رسېږي "خطرناکه فاجعه رامنځ ته کېدای شي."

خو تازه د ولسمشر ستر سلاکار شاه حسین مرتضوي پر خپل ټویټر لیکلي: "انجنیر جاوید همدا ګړۍ مالستان کې د ځان او امنیتي ځواکونو د حضور ډاډ راکړ. ښاغلي جاوید وویل: طالبان مو هېڅکله نشي ماتولی، خو په یو شمېر سیاسي مشرانو پورې تړلي ځینې خاین کسان مالستان کې د ستونزو لامل ګرځېدلي دي."

د هغه اشاره ظاهرآ مالستان ولسوال انجنیر امیر محمد جاوید ته ده.

غزني کې یوازې مالستان، جاغوري او ناهور ولسوالۍ له دولت سره دي او نورې ولسوالۍ یې طالبانو نیولې دي.