تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډنمارک ته نږدې د ایراني بېړیو تېرېدل
د ډنمارک سمندرساتي ځواکونه د بالتیک سمندرګي اوبو کې د ایران د تر ټولو سترې بېړۍ مکران او سهند بېړۍ د لیدو خبره کوي.
دا دوه بېړۍ- چې پخوا فکر کېده ونزویلا ته روانې دي- د روسیې سن پترزبورګ په لور خوځېدلې دي.
د ډنمارک سمندرساتي ځواکونه د دې دوو بېړیو د انځورونو خپرولو سره ټوېټر کې لیکي: "ایرانۍ بېړۍ د ډنمارک او جرمني ترمنځ له فیهمارن بلټ تنګي او د ډنمارک بورنهولم ټاپو ته نږدې تېرې شوې. "
د دې څرګندونو له مخې د ډنمارک سمندرساتي ځواک کښتیو د لارې اوږدو کې د ایران بېړۍ بدرګه کړې.
د ایران خبري اژانسونه د دې دوو بېړیو ماموریت د روسیې د سمندرساتي ځواک په ۳۲۵ کلیزه کې ګډون بولي.
د ایران د سمندرساتي ځواک قومندان حسین خانزادي هم دې مراسمو کې ګډون کوي چې راتلونکې یکشنبه پیلېږي.
ایران جوړې دا بېړۍ مۍ میاشت کې له عباس بندر وخوځېدې او د سوېلي افریقا له اوبو تېرېدو سره ارام سمندر ته روانې شوې.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې مکران بېړۍ کې اوه کښتۍ هم دي.
هغه مهال امریکا ونزویلا او کیوبا ته د دغو هېوادونو بندرونو کې د ایراني بېړیو د درېدو خبرداری ورکړ، خو د امریکايي چارواکو په خبره، دې بېړیو تېره میاشت د ارام سمندر شمال ته لار بدله کړ.