تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان د ۵ ولسوالیو د نیولو او حکومت د ۱۹۳ وسله والو د وژلو ادعا کوي
افغانستان کې د جنګ جګړو او تاوتریخوالي په دوام وسله وال طالبان له تېرې ورځې راهیسې د ۵ نورو ولسوالیو د نیولو او حکومت په دې موده کې تر ۳۰۰ ډېرو وسله والو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر بېلابېلو پوستونو کې لیکلي چې کندهار کې یې معروف، بلخ کې شور تپه، تخار کې رستاق او میدان وردګ کې چک او سید اباد ولسوالۍ تر کنټرول لاندې راوستې دي.
هغه دا ادعا هم کړې چې تېره ورځ یې د پکتیا میرزکه ولسوالۍ د دویم ځل لپاره نیولې ده. افغان حکومت وړمه ورځ ویلي و چې میرزکه تصفیه کړې.
د طالبانو لاس ته د دغو ولسوالیو لویدل د حکومتي ادارو لخوا او یا هم په خپلواک ډول لا نه دي تائید شوي.
خو د تخار رستاق ولسوالۍ د سقوط په اړه بیا یوې معتبرې حکومتي سرچینې بي بي سي ته ومنله چې تېره شپه د جګړې د شدت له امله امنیتي ځواکونو د تخار او بدخشان ترمنځ ستراتیژيکې ولسوالۍ پل بیګم ته شاتګ کړی او رستاق ولسوالۍ یې پرېښې.
بله خوا ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ننګرهار، مېدان وردګ، غزني، روزګان، کندهار، زابل، هرات، فراه، سمنګان، هلمند، کندوز، بغلان، تخار، پروان او کاپیسا کې په مخامخ نښتو او متقابلو بریدونو کې ۱۹۳ وسله وال طالبان وژلي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغو بریدونو کې ۱۱۰ طالبان ټپي شوي هم دي.
طالبانو خپل اړخ ته دا مرګژوبله نه ده تائید کړې، خو ویلي یې دي چې د کاپیسا د تګاب او د غزني د مقر ولسوالیو بېلابېلو کلیو کې یې د حکومت پر پوستو او عملیاتي ځواکونو بریدونه کړي او مرګژوبله یې ور اړولې ده.