نسرین اوریاخېل: په سرطان اخته ۷۵ سلنه افغانان مړه کېږي

نسرین اوریاخېل

د عکس سرچینه، @gmicafghanistan

د عکس تشریح، نسرین اوریاخېل

د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د بورډ مشره نسرین اوریاخېل وايي، د سرطان په هکله مالوماتو نشتوالی، نیمګړې درملنه او بې وزلي هغه څه دي چې افغانستان کې یې له امله د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان مري.

په افغانستان تر ټولو ډېر د تیو سرطان دی او په دوهم ګام کې د معدې سرطان راځي.

نسرین اوریاخېل د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو یادولو سره وویل هر کال افغانستان کې شل زره کسان په سرطان اخته کېږي چې ۱۵ زره پکې مړه کېږي.

خو افغانستان کې د سرطان ناروغۍ په ګډون د مختلفو ناروغیو او نورو اړینو مسلو په هکله د کره مالوماتو نشتوالی ته ګوته نیول کېږي.

نسرین اوریاخېل هم خپلو خبرو کې وویل، چې لا هم په دې برخه کې افغانستان د کره مالوماتو مرکز نه لري.

نوموړې خپلو خبرو کې د سرطان سره د ښې مبارزې لپاره وړاندیزونو کې وویل، له سرطان سره د مبارزې لپاره اړوندو ادارو او شریکانو ترمنځ اوس همغږي رامنځ ته کول، له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې لپاره د ملي پروګرام پیلول او د سرطان راجسټرېشن ملي سیستم جوړول چې له مخې یې دې برخه کې د پانګونې لوري ډاګیز شي، اړینې کړنې دي.

د روغتیا وزارت کې د سرطاني ناروغیو لپاره د بودیجې ځانګړي کول هم یو ضروري ګام وبلل شو.

په کنفرانس کې وړاندیز وشو چې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره اوسمهال کې لږ تر لږه باید یو ټولیز مرکز جوړ او د سرطان او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره د خوړو او درملو او چاپېریال خوندیتوب برابر شي.

نسرین اوریا خېل هیله وښوده چې له سرطان سره د ښې مبارزې لپاره افغان حکومت دې برخه کې خپل نوي پروګرامونه ژر پیل کړي.

دې ناسته کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني وویل سرطان داسې ناروغي ده چې لومړیو کې تشخیص نه شي، بیا یې د پرمختګ پر مهال کنټرولول سخت او ان ناشوني دي.

نوموړې ښځو ته سپارښتنه وکړه چې د اړتیا پر مهال هره میاشت خپله معاینه وکړي:

"ځکه پر دې موضوع ټینګار کوم چې ښځې تر وروستۍ دقیقې انتظار کوي چې د سرطان یا بلې ناروغۍ په هکله یې معاینه او تشخیص شي او ژر روغتیاپالو ته نه ورځي. "

د نوموړې په خبره، دا نه یواځې د دوی بلکې د کورنۍ لپاره یې هم تاوان لري.

روانه جګړه او سرطان

سرطان

د عکس سرچینه، @gmicafghanistan

د عکس تشریح، وحید مجروم د سرطان برخه کې پر ډېر کار ټینګار وکړ.

دې ناسته کې د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وویل، افغانستان کې کورنۍ له دوو شیانو رنځېږي یا وايي، د کورنۍ غړی یې جنګ کې مړ شو یا له سرطان مړ شو.

نوموړي د سرطان برخه کې د ډېر کار پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تر درملنې یې مخنیوی مهم دی.

نوموړي وویل، دې برخه کې د ضرورت وړ سیستم، د روغتیاپالو وړتیا لوړولو او ا انساني سرچینو پوره کول وخت ته اړتیا لري:

"اوس نو څه وکړو یو اصول مخنیوی دی او دا مخنیوی یواځې د روغتیا وزارت کار نه دی. خو مخنیوی ارځان او اساس دی او هم د لاسرسي او پوهېدو وړ دی. "

سرطان نړۍ کې د هغو ناروغیو په ډله کې دی چې هر کال ترې په لکونو خلک مړه کېږي او د نسرین اوریا خيل په خبره، په هرو پنځو کسانو کې یو سرطان لري، هرو اتو نارینه وو کې یو نارینه له سرطان مړ کېږي او په هرو ۱۱ ښځو کې یوه مېرمن له سرطان مړه کېږي.