افغانستان کې تاوتریخوالی؛ شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل پولیس وايي په دوو جلا پېښو کې لږترلږه پنځه تنه په پلازمینه کابل کې وژل شوي دي. نن سهار د ملي امنیت څلور تنه کارکوونکو د پغمان ولسوالۍ د قلعه چنار په سیمه کې د نا پېژانده وسله والو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل پولیس دغه راز وايي د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد هم په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. پولیس وايي د دواړو پېښو په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
بله خوا په غزني ولایت کې د یوه ماین په چاودنې کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي دغه پېښه د غزني ښار د دریمې حوزې اړوند سیمه کې د سورلۍ پر یوه موټر شوې ده.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي هم وايي نن غرمه مهال د ملي اردو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنې شوې چې په پایله کې یې درې تنه د ملي اردو سرتیري وژل شوي او یو تن پاڅون کوونکی ټپي شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
بل پلو له لغمان ولایت څخه راپورونه وايي تېره شپه یو قومي مشر جومات ته پر لار وژل شوی او یو تن بل ټپي دی.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پولیسو پر یوه موټر نن د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.
د افغانستان له شمال ختیځ تخار ولایته راپورونه وايي د طالبانو په یوه برید کې اووه تنه سرتیري وژل شوي دي، طالبانو ویلي برید دوی کړی دی.
د کابل په شمال پروان ولایت کې لسګونه کسانو وروسته تر هغه لاریون وکړ چې یو قومي مشر وتښتول شو، لاریون کوونکو د کابل پروان لار هم څو ساعته د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
د افغانستان د دفاع وزارت بیا وايي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو له لارې یې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، طالبان هم ادعا لري چې امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.










