تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: که د افغان سولې بهیر ناکام شي پاکستان ته یې تر ټولو ډېر زیان رسېږي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو روان بهیر ناکامه کېږي نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد پرتله ډېر زیان رسېږي.
نوموړي پنجشنبه د اېکو سازمان سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل، پاکستان په افغانستان ته تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.
افغان ولسمشر وویل، د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي. هغه زیاته کړه چې اوس د یو سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان ته د سیاسي ثبات راوستلو طلایي فرصت دی.
خو ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې د اساسي قانون قانون برلاسي او د یو منظم سیاسي بدلون لپاره یو اړین شرط دا دی چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او تر څارنې لاندې دې هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
د اېکو سازمان همدې سرمشریزې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وینا وکړه.
نوموړي وویل، افغانستان کې سوله د اېکو سازمان هېوادونو او سیمه کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده.
عمران خان هیله وښوده چې د افغان سولې لپاره روانې خبرې به مثبته پایله ولري.
یاده دې وي چې عمران خان څه موده وړاندې کابل ته د خپل سفر پر مهال هم ژمنه کړې وه چې حکومت به یې د افغان سولې بهیر د بریا لپاره پوره هڅې کوي.
د لنډمهالي حکومت بحثونو ته غبرګون
ښاغلی غني دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې افغانستان کې د یو لنډمهالي حکومت د طرحې په اړه بحثونه یو ځل بیا پیل شوي.
معتبرو سرچینو بي بي سي ته منلې چې دا طرحه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومتي چارواکو او سیاسي مشرانو سره شریکه کړې ده.
خو افغان ولسمشر د اېکو سازمان سرمشریزې ته خپله وینا کې یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د راتلونکي ولسمشر د راتلو خبره وکړه.
ښاغلي غني له دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې یوازې یو ټاکل شوي ولسمشر ته به واک پرېږدي، ځکه اساسي قانون د کوم بل ډول جوړجاړي یا معاملې اجازه نه ورکوي.
همدا نن پنجشنبه د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش هم کابل کې یوې غونډې ته وویل، د لنډمهاله حکومت په ګډون هېڅ طرحه باید د افغان دولت په غیاب کې مطرح نه شي او په هره طرحه کې باید د نظام او د افغانستان د اساسي قانون خوندیتوب مطرح وي.