افغانستان کې د ناامنۍ تازه پېښې؛ ننګرهار کې یوه روغتیاپاله او ۷ کاریګر وژل شوي دي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یوه روغتیاپاله او ۷ کارګران وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو ويلي دغه روغتیاپاله چې د جلال اباد عامه روغتون کې د نسايي ولادي برخې ډاکتره وه نن (پنجشنبه د کب/حوت ۱۴مه) سهار شاوخوا اته بجې داسې مهال د مقناطیسي بم چاودنه کې ووژل شوه چې کار ته روانه وه.
دا چاودنه د جلال اباد د درېیمې ناحیې اړوند عربانو ګولايي سیمه کې پر یوه ریکشا شوې ده.
پېښه کې یو لاروی ماشوم هم برسېرن ژوبل دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي ناپېژانده وسله والو تېره شپه د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ۷ کاریګر وژلي دي.
د ننګرهار امنيه قومندان جمعه ګل همت ویلي دغو کسانو د سره رود مارغونډۍ سیمه کې د ګچو په یوه فابریکه کې کار کاوه.
ښاغلي همت د دې پېښې په تړاو د څلورو مشکوکو کسانو د نيول کېدو ادعا هم کړې ده
د پېښې له ځايه په ترلاسه شويو عکسونو کې ښکاري چې لومړی د دغو ګارګرو لاسونه تړل شوي او بيا په ډزو ويشتل شوي دي.
ننګرهار کې په یوه ځای د ۷ کارګرو د وژلو پېښه کمسارې ده خو هدفي وژنې او د مقناطیسي ماينونو چاودنې پکې په دې وروستیو کې ډېرې کېږي.
وړمه ورځ هم ناپېژانده وسله والو جلال اباد کې په یو وخت دوو جلا بریدونو کې د یوه خصوصي ټلوېزیون درې ښځینه کارکونکې ووژلې او دوه لاروۍ مېرمنې يې ژوبلې کړې.
دغه برید په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی و.
ننګرهار کې د دې وروستیو پېښو مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د وړمې ورځې د برید مسئولیت چې د رسنیو کارکوونکې پکې وژل شوې وې، اسلامي دولت (داعش) ډلې پر غاړه اخیستی و.
د ناامنۍ نورې پېښې

د عکس سرچینه، Social meida
له ننګرهار ورهاخوا د هېواد له څو نورو ولایتونو هم د جنګ جګړو، بریدونو او مرګ ژوبلو خبرونه ترلاسه شوي دي.
په دې لړ کې ویل کېږي چې د هېواد د شمال ختیځ تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ځايي وسله والو ترمنځ نښته روانه ده چې مرګ ژوبله هم پکې اوښتې.
ویل شوي دا نښته چې سپکې او درنې وسلې پکې کارول کېږي، د یوه جهادي قومندان بشیر قانت، سناتور افضل شامل او د ولسي جرګې د غړي ډاکتر تشرف عیني د اړوندو وسله والو ترمنځ پیل شوې.
یوې باوري حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي د دې نښتې پر مهال حوض یاري سیمه کې د هاوان لګېدو له کبله د بشیر قانت شپږ وسله وال وژل شوي او درې ملکي کسان ټپیان دي.
عیني شاهدان وايي جګړه د چاه اب ولسوالۍ بازار ته نږدې شوې او د ښار شاخوا ځینو مېشتو کورنیو خپل کورنه پرېښې دي.
ځايي چارواکي وايي امنیتي ځواکونو د چاه اب بازار کې امنیتي کمربند جوړ کړی او ښار ته د وسله والو د ننوتلو مخه نیسي.

د عکس سرچینه، Social media
له دې سره د افغانستان په لویدېځ هرات کې بیا د امنیتي ځواکونو او د حبیب الله غوریاني د نامسئوله وسله والو ترمنځ نښتو کې د ۲ کسانو د وژل کېدو او د ۱۴ پولیسو په ګډون د ۴۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی دی.
امنیتي سرچینو ويلي دا نښته چارشنبه غرمه مهال تر هغې وروسته پېل شوه چې امنیتي ځواکونه د ځايي خلکو تر پرله پسې شکایتونو وروسته د هرات ښار شمال لویدیزه څنډه کې جبرئیل سیمې ته د نامسئوله وسله والو د نیول لپاره ورغلل، خو دغو وسله والو پرې ډزې وکړې.
دې نښته کې هم چې د شپې تر یوې بجې روانه وه، د سپکو او درنو وسلو د کارول کېدو خبر ورکړ شوی دی.
د هرات د امنیه قومندانۍ لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د حبیب الله وسله وال د نشه يي توکو په پېر او پلور، قاچاق، باج اخیستو، غصب، د ځايي خلکو په ځورولو، وهلو ټکولو، برمته کولو او صحرایي محکمو تورن دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغو وسله والو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې هم مقاومت کاوه او څو ځله یې د هرات ښار د پولیسو او ملي امنیت د نهمې او دولسمې حوزې کارکوونکي وهلي او ساعتونه له ځان سره بندي کړي دي.
د هرات امنیه قومندانۍ وايي د غوریاني نوم د همدغو ناقانونه فعالیتونو له کبله د امنیتي میثاق پروګرام تر څار لاندې کسانو نوملړ کې هم راغلی و.
پخپله حبیب الله غوریاني تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.










