د ضمیر کابلوف څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون؛ "طالبان له افغان دولت سره مه پرتله کوئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د طالبانو او د افغان سولې بهیر په اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، د ښاغلي کابلوف خبرې "د واقعیتونو خلاف " دي او "تناقض " لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي حکومت په اړه څرګندونې، او " طالبان لوی ښودل" د افغانستان او روسیې د ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي.
ضمیر کابلوف دوه ورځې وړاندې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي وو، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته سل په سله ژمن پاتې شوي دي او باید امریکا له دې تړون په شا نشي.
نوموړي همدا راز طالبان افغانستان کې یوه "ملي ډله" بللې او ادعا یې کړې چې د افغانستان تر نیمایي زیاته خاوره یې په کنترول کې ده.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ په یوه مفصله اعلامیه کې د ښاغلي کابلوف دا څرګندونې رد کړې دي.
اعلامیه کې راغلي، له یوې داسې ډلې سره چې روسیه یې پخپله "ترهګره" بولي، د افغانستان د دولت پرتله کول د روسیې او افغانستان له ګډ سیاست سره په ټکر کې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د هېواد په ګڼو برخو کې "ترهګریز بریدونه او د عامو خلکو وژل" په دې معنا نه دي چې طالبان د افغانستان پر "درې پر څلور برخې خاوره" کنترول لري.
دغه وزارت د روسیې د ځانګړي استازې دې خبرې په ځواب کې چې ګواکې طالبان د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي ویلي، طالبانو خپلې څلور مهمې ژمنې، یعنی د تاوتریخوالي کمول، د سولې خبرو ته حاضرېدل، له ترهګرو ډلو سره اړیکې ختمول او د جګړې ډګر ته د خپلو خوشي شویو جنګیالیو نه لېږل، نه دي پوره کړې.
افغان سوله او د نړیوالو ځواکونو سیاسي لوبه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په داسې حال کې د طالبانو "ننګه" کوي چې پر یادې ډلې نړیوال فشارونه په زیاتېدو دي.
د پنجشنبې پر ورځ د ناټو دفاع وزیرانو خپله دوه ورځنۍ غونډه کې غوښتنه وکړه چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د خبرو مېز ته حاضر شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستانه به خپل پوځیان د شرایطو له مخې وباسي.
اروپایي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هم په دې وروستیو کې له طالبانو ورته غوښتنې کړې دي او افغانستان کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی یې غندلی دی.
بل لور ته د ولسمشر جو بایډن ادارې هم ویلي، له طالبانو سره د امریکا خپلمنځي تړون ته به له سره کتنه کوي او ګوري به چې دا ډله دې تړون ته څومره ژمنه پاتې شوې ده.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن هم ویلي، له ناټو سره به په ګډه د افغانستان په اړه مشوره، پرېکړه او عمل کوي.
خو بل لور ته طالبان ټینګار کوي چې د دوحې پر تړون یې په بشپړه توګه عمل کړی او امریکا هم باید د خپلې ژمنې له مخې د راتلونکې اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له څرګندونو داسې ښکاري چې مسکو هم په دې قضیه کې د طالبانو د دریځ ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، NATO
له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د امریکا نوي حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې طالبانو سره د دوحې پر تړون عمل وکړي.
طالبانو همدا راز په دې وروستیو کې ایران او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم مهم سفرونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت پر طالبانو نیوکه کوي چې دوحه کې د سولې له روانو خبرو په شا شوي دي.
خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، دوی لا هم دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن دي او "ډېر ژر"به دا خبرې بیا پیل شي.










