روسیه د طالب-امریکا د خبرو سملاسي پیلېدل غواړي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د مسکو څلور اړخیزه ناسته کې روسیي چارواکو له امریکا وغوښتل، چې له افغان طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت مرستیال ایګور مارګولف دا خبره مسکو کې د روسیې، امریکا، چین او پاکستان څلور اړخیزه ناسته کې وکړه.
په بیان کې زیاته شوې: روسیه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو سملاسي پیلیدلو پر اړتیا ټینګار کوي. د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره هم باید د هېوادونو ګډې هڅې روانې وي.
مسکو کې د جمعې په ورځ د افغان سولې په تړاو دویمه څلور اړخیزه ناسته وشوه.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د چین استازی ډنګ ژیان، د روسیې استازی ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد اعجاز د دې ناستې ګډونوال وو.
د دې ناستې ګډه پای بیانیه کې د افغان جګړې له ټولو اړخونو غوښتل شوي چې سملاسي د تاوتریخوالي کچې کمولو سره د سولې پخو خبرو ته لار برابره کړي.
د دې هېوادونو استازو د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د اوربند تمه ښودلې ده.
د بندیانو خوشي کولو غوښتنه
په بیانیه کې پر طالبانو او افغان حکومت غږ شوی چې د خپلمنځي خبرو پیل کې د یو بل "پام وړ شمېر بندیان" خوشي کړي.
دوی له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د القاعده، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستان د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.
د دې ناستې ګډونوالو د افغانانو راتلونکو خپلمنځي خبرو د کوربتوب له امله د چین هرکلی وکړ.
ټاکلې ده په دې ناسته کې طالبان، د افغان حکومت استازي او سیاسي مشران ګډون وکړي.









