ملي امنیت: افغانستان کې زرګونه بهرني اورپکي او د القاعدې سلګونه غړي فعال دي

اورپکي

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان د لومړي ځل لپاره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې سیمه ییز کنفرانس کوربه و. د اتو هېوادونو او په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا هېوادونو وزیرانو، د ملي امنیت او استخباراتي څانګو مشرانو په دې کنفرانس کی ګډون درلود.

د دغو هېوادونو د استخباراتي چارواکو د ناستې کوربتوب او په افغانستان کې د بهرنیو اورپکو ډلو د فعالیت ارزول د افغانستان د ملي امنیت ریاست تازه نوښت دی.

د افغانستان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په مختلفو ډلو پورې تړلي شاوخوا لس زره بهرني اورپکي او د طالبانو له ملاتړه برخمن درې سوه د القاعدې ډلې غړي په افغانستان کې فعال دي، خو طالبان دا خبره ردوي او وایي، له القاعدې سره اړیکې نلري.

کابل کې جوړه شوې غونډه کې د پاکستان، امریکا، آذربایجان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان هېوادونو وزیرانو او د استخباراتي څانګو مشرانو ګډون درلود، خو ایران او چین پکې برخه نه وه اخیستې.

ملي امنیت وایي، ګډون کوونکو هېوادونو په دې غونډه کې د ګډو ترهګریزو ګواښونو د لېرې کولو لپاره یوه ګډه لار نقشه جوړه کړې ده.

د ملي امنیت ریاست یو چارواکی وایي، که د سیمې او په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا هېوادونه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره همکاري ونکړي نو د دغو هېوادونو اورپکي به، چې د افغانستان په ځینو سیمو کی فعاله دي، د دوی خپلو هېوادو ته لوی سرخوږی جوړ کړي.‌

د دې غونډې موخه څه وه؟

القاعده

د عکس سرچینه، EPA

د افغانستان د ملي امنیت مشر ویلي، د غونډې مهم بحث یې دا و چې په سیمه کې د ترهګرۍ یو ګډ تعریف رامنځته شي. د ده په ټکو د ښه ترهګر او بد ترهګر توپیر کولی شي د ټولو لپاره ناوړه پایلی ولري.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې ترهګریز ګواښونه په دریو کچو، یعنی په ملي کچه، سیمه ییزه کچه او نړیواله کچه ارزول شوي او د چارواکو په وینا پر ضد یې د مبارزې لپاره لارنقشه جوړه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه د سیمې او نړۍ د اړوندو ادارو سره د مالوماتو شریکول د دغو هېوادونو امنیت او ټیکاو کې مرسته کولی شي.‌

د هغو مالوماتو له مخې چې د افغانستان د ملي امنیت اداره یې شریکوي، ادعا کېږي چې بهرنۍ اورپکې ډلې لکه د ازبکستان اسلامي تحریک، د تاجکستان انصار الله او اسلامي نهضت، د ختیځ ترکستان ډله چی عمدتا چینایان دي او د پاکستان ځينې ډلې دا مهال افغانستان کې فعالې دي.

ملي‌ امنیت وایي، دا ډلې کولی شي په راتلونکې کې د خپلو هېوادونو لپاره یو مخامخ ګواښ پېښ کړي.

د دغو اورپکو شمېر تر لس زره کسانو اټکل شوی. افغان امنیتي چارواکي وایي، د مرکزي آسیا هېوادونو ډلې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې فعالې دي او پاکستانۍ ډلې تر ډېره د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې شتون لري.‌

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د مالوماتو له مخې افغانستان کې د القاعده ډلې غړو شمېر درې سوه کسانو ته رسېږي.

داسې رپوټونه هم شته چې له دې ډلې ځینې کسان د پاکستان سره پر ډیورنډ‌ کرښه تګ راتګ کوي او یو شمېر یې په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ملي امنیت ادارې په نوښت پیل شوې دا غونډې دوام وکړي او افغانستان به د نوښتګر په توګه د دغو غونډو د همغږۍ مسئول وي.‌