لوګر کې د لوی نړیوال هوايي ډګر د جوړېدو شونتیا څېړنې بشپړې شوې

د لوګر هوايي ډګر به افغانستان کې تر ټولو لوی هوايي ډګر وي

د عکس سرچینه، acaa.gov.af

د عکس تشریح، د لوګر هوايي ډګر به افغانستان کې تر ټولو لوی هوايي ډګر وي

د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره وايي چې د لوګر ولایت د نړیوال هوايي ډګر د جوړېدو د شونتیا څېړنې بشپړې شوې دي. دا به د هېواد په کچه تر ټولو لوی هوايي ډګر وي چې تر ۲۰۳۵ زږدیز کال پورې به بشپړ شي.

د دغه هوايي ډګر په جوړېدو د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو لګښت اټکل شوی دی.

د یاد هوايي ډګر تخنیکي څېړنې د (ټیکنیټال اینک Technital inc) په نوم د یوه ایټالیایي شرکت له لورې شوې دي.

د هوايي چلن ادارې مشر وايي چې د لوګر هوايي ډګر جوړېدل به په سیمه ییزې نښلونې، د صادراتو په پیاوړتیا او د افغانستان په اقتصادي وده کې ارزښتناک رول ولري.

د پلازمېنې په ګاونډ کې د دغه هوايي ډګر د جوړېدو لپاره مخکینۍ څېړنې د ۱۳۹۸ کال په ثور یا غوايي میاشت کې پیل شوې وې.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره وايي، ورځ بلې ته د هوايي ټرانسپورت سکتور د ودې په حال کې دی او له همدې امله په لوګر کې د نړیوال هوايي ډګر جوړېدو کارونه پیلېږي.

ټاکل شوې ده چې دا هوايي ډګر د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شي.

افغانستان

د عکس سرچینه، acaa.gov.af

د عکس تشریح، اوس کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د افغانستان تر ټولو لوی هوايي ډګر دی

د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده بي بي سي ته وویل، د دغه هوايي ډګر د جوړېدوو لګښت د افغان دولت له بودیجې برابرېږي.

هغه وویل چې د کابل هوايي ډګر د ښار په منځ کې دی او د پراختیا امکان یې هم نشته، نو اړتیا د دې ده چې په لوګر کې یو لوی هوايي ډګر جوړ شي.

د ښاغلي وفايي زاده په خبره، اوس مهال په افغانستان کې ۶۴ لوی او کوچني هوايي ډګرونه شته چې له دې ډلې یوازې ۴ یې نړیوال دي، ۱۲ هوايي ډګرونه د سیمې هېوادونو تر منځ د الوتنو لپاره او سیمه ییز دي او یو شمېر نور یې یوازې د الوتکې د ناستېدو او الوتنې وړتیا او کرښې لري.

د قاسم وفایي زاده په خبره، د افغانستان ټول هوايي ډګرونه بیا رغونې او په نویو وسایلو سمبالولو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، ټول هوايي ډګرونه بیا رغولو، پراخولو او تجهیزولو ته اړتیا لري او لومړیتوب یې د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو پراخول او تجهیزول دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، acaa.gov.af

د عکس تشریح، ټاکل شوې ده چې دا هوايي ډګر د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شي.

د ملکي هوايي چلن اداره وایي چې په هغو ولایتونو کې هم د هوايي ډګرونو د جوړولو پلان لري چې د هوايي ټرانسپورت له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ادارې د مالوماتو له مخې افغانستان اوس مهال په کلني ډول شاوخوا څلور نیم میلیونه مسافر لري چې د تېرو لسو کلونو پرتله لس چنده زیاتوالی ښيي.

افغانستان اوس له ۵۲ هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو له لارې تړل شوی دی چې د ښاغلي وفايي زاده په خبره په تېر کال کې د ارزښت له اړخه ۵۰ سلنه صادرات له همدې لارې ترسره شوي دي.

د لوګر هوايي ډګر د لومړي ځل لپاره د دواود خان د واکمنۍ پر مهال طرحه شوی وو چې وروسته د سیاسي بدلونونو له امله جوړ نه شو.

د کندهار هوايي ډګر په افغانستان کې لومړنی هغه وو چې له نن شاوخوا ۶۱ کاله وړاندې جوړ شو. له هغه وروسته د کابل هوايي ډګر جوړ شو او اوس دا د افغانستان تر لوی هوايي ډګر دی.