افغانستان کې لومړی ځل یوې څوکې ته د ختلو مالوماتي لیک دړه ولګول شوه
هرات کې د غرختونکو یوې څلور کسیزې ډلې د جمعې پر ورځ (د سلواغې/دلوې ۱۷مه) د دغه ولایت کروخ ولسوالۍ کې د دویندر غرونو لړۍ د تر ټولو هسکې څوکې کوژي کې مالوماتي لیک دړه (لوحه) ولګوله. دا د افغانستان د غرختنې تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوې څوکې په اړه مالوماتي لیک دړه لګول کېږي. دا لوحه به له نورو غرختونکو سره چې دې څوکۍ ته د ختلو تکل کوي، مالوماتو کې مرسته کوي. د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده پرې دا ګالري لري











