د هرات وچکالي
افغانستان کې د هلمند نننۍ پېښې په څېر، چې يو کانديد په کې ووژل شو، د ولسي جرګې ټاکنو ته د کمپاین پر مهال څو پېښې وشوې. طالبانو او نورو ډلو د ټاکنو بهير ګواښلی او پر څو ټاكنيزو کمپاینونو یې بریدونه کړې دي. خو نا امني یوازینی کړاو نه دی چې افغانان ورسره مخامخ دي. په سلګونه یې اوس د وچکالۍ له لاسه د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي. د بي بي سي دې راپور کې هرات کې د وچکالۍ ځپلو کيسه ده.