د عکسونو البوم: هرات کې نندارتون

په لومړي ځل د هرات ځوانو سوداګرو د صنعتي او سوداګریزو توکو لوی نندارتون په هرات کې پرانیستی دی. دا انځورونه له هراته زموږ همکار محمد قاضي زاده راستولي دي.

نندارتون
د عکس تشریح، په لومړي ځل د هرات ځوانو سوداګرو د صنعتي او سوداګریزو توکو لوی نندارتون په هرات کې پرانیستی دی.
نندارتون
د عکس تشریح، که څه هم په دې درې ورځني نندارتون کې تر ډیره بهرني او وارداتي توکي نندارې ته وړاندې شوي، خو د ځوان سوداګرو ټولنه وایي، د وخت په تېرېدو به په خپلو پښو د درېدو لپاره هڅې روانې وساتي.
نندارتون
د عکس تشریح، د لاسي صنایعو له تولیداتو نیولې تر ساختماني، پوښاک او خوراکي توکو – د هر ډول تولیداتو بېلګې دلته نندارې ته وړاندې شوې.
نندارتون
د عکس تشریح، بیه یې هم تر بازاره ټیټه ښودل کېږي.
نندارتون
د عکس تشریح، په هرات کی ډېر نندارتونونه جوړ شوي، خو دا ځکه توپير لري چې د هرات د ځوانو سوداګرو په نوښت جوړ شوی.
نندارتون
د عکس تشریح، په دې نندارتون کې اویا سلنه اېښودل شوي توکي بهرني او په ځانګړې توګه ایراني وارداتي توکي دي.
نندارتون
د عکس تشریح، ځوان سوداګر وایي دوی هڅه کوي په خپلو پښو ودرېږي، خو د دوی په وینا دا هدف په اوږد مهاله پلان ترلاسه کېدای شي.
نندارتون
د عکس تشریح، په تېره یوه لسیزه کې په هرات کې په سلګونو صنعتي فابریکې جوړې شوې. یوشمېر یې بېرته د ځینو لاملونو له کبله بندې شوې. د ځینو فابریکو د ماتې یو لوی لامل د دودیزې سوداګرۍ له مخې فعالیت او د عصري تجارت تشه بلل کېږي.