د افغان دولت پلاوی د علیپور د ټوپکوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې ارزولو لپاره وردګو ته رسېدلی

د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې د وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د رامنځ ته شوې پېښې د څېړلو لپاره یو حکومتي پلاوی دغه ولایت ته رسېدلی دی.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې نن سهار (د دلوې په ۱۲ مه نېټه) خپره شوې، راغلي چې د دغه پلاوي مشري د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال عبادالله عباد کوي او نور غړي یې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مرستیال، د ملي امنیت ریاست مرستیال، د وردګو ولایت د ولایتي شورا یو غړی، د خلکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د یاد ولایت یو شمېر مشران دي چې د دغې پېښې د څېړلو او د پېښې له امله ټپیانو او د وژل شویو کورنیو ته د رسېدنې لپاره د پېښې ځای ته رسېدلی دی.
د دغې پېښې د علت په اړه بېلابېلې خبرې کیږي، خو د خپرو شویو راپورونو له مخې امنیتي ځواکونه د سیمه ییز نامسئوله قومندان عبدالغني عليپور چې په قوماندان شمشیر مشهور دی، د نیولو لپاره هلته تللي وو چې دغه نښته د یاد قوماندان د ملاتړو او امنیتي ځواکونو تر منځ رامنځ ته شوه او په پایله کې یې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
د ملي امنیت شورا ویلي چې دغه پېښه د امنیتي ځواکونو او د عامه پاڅون تر منځ د بهسودو په لومړۍ حصه کې رامنځ ته شوه چې پکې یو شمېر هېوادوال ووژل شول او ټپیان شول.
دغې ادارې ویلي چې پلاوي ته دنده سپارل شوې چې دغه پېښه په دقیق او هر اړخیز ډول وڅېړي او د قانون له مخې لازم اقدامات وکړي.
د وژل شویو دقیق هویت مالوم نه دی خو کورنیو چارو وزارت هغوی د قوماندان عليپور وسله وال ځواکونه دي.
عليپور او ځواکونه یې تر ډېره په بیسودو ولسوالۍ کې فعالیت لري.
"قومندان شمشیر" څوک دی؟

د عکس سرچینه، KIAMEHR
عبدالغني علي پور د بهسود سیمې اوسېدونکی دی چې د خپلسري وسله وال فعالیت او 'امنیت ګډوډولو ' تورنه پرې لګېدلي دي، خو نوموړی ادعا کوي چې دی او ملګري یې سیمه کې د طالبانو او داعش ډلې له لوري د هزاره توکمه کسانو تښتولو پر ضد مقاومت کوي.
علي پور چې په شمشېر مشهور دی، نږدې پنځه کاله مخکې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال و.
نوموړی وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې هم وسلواله ډله جوړه کړې وه. نوموړی په دغه ولایت کې د ولسي خلکو په ځورولو تورن شو.
افغان ځواکونو غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري عملیات پیل کړي و.
علي پور په ۲۰۱۸ کال کابل کې ونیول شو خو افغان حکومت د ځینو ژمنو په بنسټ بېرته خوشی کړ.










