د علي پور مسله؛ کورنیو چارو وزارت: نامسئوله وسله وال باغیان دي

د عکس سرچینه، @Tariq Arian
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د میدان وردګو ولایت بهسود ولسوالۍ کې د خپلسرې وسله والې ډلې مشر عبدالغني علي پور کړنې هېچا ته د منلو نه دي او فعالیت یې د کورنیو چارو وزارت له چوکاټه بهر دی.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین بي بي سي ته وویل، هر څوک چې د افغان ځواکونو خلاف وسله کاروي، دوی یې ترهګر بولي:
"څوک چې بغاوت وکړي، معلومه خبره ده چې د قانون او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پرخلاف عمل کوي او هر څوک چې له وسلې په ګټې اخیستو زموږ پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، موږ ته ترهګر دی او د ترهګر په توګه له هغوی سره چلن کوو".
ښاغلی ارین وايي، د میدان وردګو بهسودو ولسوالۍ کې راغونډ شوي نامسئوله وسله وال وو چې د یوې ځانګړې انګیزې پربنسټ سره راغونډ شوي وو.
دی وايي، دغو نامسئولو وسله والو پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې وې او امنیتي ځواکونو هم خپل قانوني ګامونه اخیستي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په ځینو نورو لېرې سیمو کې هم نامسئوله وسله وال فعالیت لري.
د تېرې جمعې په ورځ، د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، بهسودو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځ ډزو کې ''د علي پور اړوند ۹ وسله وال وژل شوي، اووه کسان یې ټپي شوي او د دې تر څنګ یو شمېر پولیس او پنځه ځايي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.''
علي پور څوک دی؟
عبدالغني علي پور د بهسود سیمې اوسېدونکی دی چې د خپلسري وسله وال فعالیت او 'امنیت ګډوډولو ' تورنه پرې لګېدلي دي، خو نوموړی ادعا کوي چې دی او ملګري یې سیمه کې د طالبانو او داعش ډلې له لوري د هزاره توکمه کسانو تښتولو پر ضد مقاومت کوي.
علي پور چې په شمشېر مشهور دی، نږدې پنځه کاله مخکې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال و.

د عکس سرچینه، kiamehr
نوموړی وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې هم وسلواله ډله جوړه کړې وه. نوموړی په دغه ولایت کې د ولسي خلکو په ځورولو تورن شو.
افغان ځواکونو غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري عملیات پیل کړي و.
علي پور په ۲۰۱۸ کال کابل کې ونیول شو خو افغان حکومت د ځینو ژمنو په بنسټ بېرته خوشی کړ.











