د میدان وردګ په بهسود کې د 'مظاهره کوونکو' او 'ناقانونه وسله والو' وژل کېدو ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي

د عکس سرچینه، Mehdi Rasikh Facebook
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د میدان وردګ ولایت په بهسودو کې مظاهره په تاوتریخوالي اوښتې او په وینا یې ''زموږ یو شمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې. '' ښاغلي دانش پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، ''ژر تر ژره به یو باصلاحیته پلاوی د دې پېښې هر اړخیزې څېړنې '' لپاره واستول شي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې د ''تاوتریخوالي له ډېرېدو ډډه '' وکړي او د زیاتېدو مخه یې ونیسي.
بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په یوه اعلامیه کې وویل:
''څو ورځې کېږي چې د بهسود لومړۍ او دویمې برخې ته امنیتي ځواکونه د امنیه قومندان د معرفۍ او پولیس امنیتي پوستو د تقویت لپاره تللي، خو د قومندان علي پور اړوند کسانو یې د فعالیت مخه نیولې او نن له دې ډلې ځینې کسانو پر پولیسو او خلکو ډزې کړې دي. ''
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ ډزو کې ''د علي پور اړوند ۹ وسله وال وژل شوي، اووه کسان یې ټپیان شوي او د دې تر څنګ یو شمېر پولیس او پنځه ځايي اوسېدونکي ټپیان شوي دي. ''

د عکس سرچینه، Social Media
ښاغلی ارین زیاتوي دې کسانو د بهسود ولسوالۍ ودانۍ ''د مظاهرې په نامه کلابند کړې وه او له یو شمېر ځايي اوسېدونکو هم په دې مظاهره کې ناوړه ګټه پورته شوې ده. پولیسو د دې وسله وال برید په تړاو ۶۸ وسله وال کسان نیولي دي. ''
بل لور ته په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت یوه استازي مهدي راسخ پر خپله فېسبوکپاڼه د دې پېښې په هکله لیکلي:
''د میدان وردګ امنیې قومندان په امر امنیي ځواکونو پر ملکي مظاهره کوونکو، سپین ږیرو او فرهنګیانو ډزې کړې دي، یو شمېر ټپیان پر سړکونو پاتې دي او سپین ږیري د یوه جومات څنګ ته او په یوه هوټل کې ایسار پاتې دي. ''
د حزب وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي هم پر ټویټر پاڼه یوه پیغام کې تور پورې کړی چې ''دولتي ځواکونو د ملکي خلکو پر سوله ییزه غونډه کې له تاوتریخوالي کار اخیستی او پر هغوی یې برید کړی دی. ''
علي پور څوک دی؟

د عکس سرچینه، kiamehr
عبدالغني علي پور د بهسود سیمې اوسېدونکی دی چې د خپلسري وسله وال فعالیت او 'امنیت ګډوډولو ' تورنه پرې لګېدلي دي، خو نوموړی ادعا کوي چې دی او ملګري یې په سیمه کې د طالبانو او داعش ډلې له لوري د هزاره توکمه کسانو تښتولو پر ضد مقاومت کوي.
علي پور چې په شمشېر مشهور دی، نږدې پنځه کاله مخکې یې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال و .
نوموړی وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې هم وسلواله ډله جوړه کړې وه. نوموړی په دغه ولایت کې د ولسي خلکو په ځورولو تورن شو. غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري افغان ځواکونو عملیات پیل کړي و. علي پور ۲۰۱۸ کال کې کابل کې ونیول شو او له افغان حکومت سره له یو شمېر ژمنو وروسته خوشی شو.










