ننګرهار او غزني کې چارواکي د ۲۴ وسلوالو د وژلو ادعا کوي، خو طالبان یې ردوي

د عکس سرچینه، NMC
د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوږیاڼو او شېرزاد ولسوالیو کې په عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۶ وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، دا عملیات بېګا ناوخته د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو کړي دي.
غزني کې هم چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د مرکز اړوند ناني کې پر افغان ځواکونو د برید پلان درلود، خو ځواب برید کې د دې ډلې یو سر ګروپ او اوه وسلوال ووژل شول.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارواکو دا ادعا ردوي او وايي، یوازې یو وسلوال یې وژل شوی دی.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون د روزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د هاوان ګولۍ له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.
دغه وزارت د جمعې په ورځ د یوه بیان خپرولو سره وايي، وسلوالو طالبانو دا مرمۍ توغولې وه.
خو وسلوالو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
افغانستان کې د جګړې د ښکېلو لورو له خوا توغول شوې مرمۍ وخت ناوخت ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
روزګان د افغانستان سوېل کې نارام ولایت دی او وسلوال طالبان یې ځینې سیمو کې فعال دي.












