افغانستان کې د مړزانو د روزلو بازار تود شوی دی

- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, مزارشریف
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ډېرو رسټورانټونو کې د مړزانو د غوښې پخلی د دې لامل شوی، چې د افغانستان په شمال کې د دغه الوتونکي د روزلو بازار تود شي.
دمګړۍ یوازې بلخ کې د مړزانو د روزلو څلور ستر فارمونه فعال دي، چې په کلني ډول ان تر پنځوس زرو مړزان تولید او بازار ته وړاندې کوي.
د کابل، هرات، بلخ او نورو شمالي ولایتونو په ډېری رسټورانتونو کې د مړزانو د غوښې پخېدونکی کباب د خلکو د خوښې وړ خواړه ګڼل کېږي او د مړزانو د غوښې او هګیو یو شمېر پلورونکي وايي ورځ تر بلې یې پېردونکي مخ په زیاتېدو دي.
د مړزانو د روزولو تر ټولو ستر فارم د مزارشریف شمال په لس کیلو مترۍ کې پروت دی، چې دلته د ولایت په کچه تر ټولو لوی فارم ګڼل کېږي.
اکبر مرین په مزارشریف کې د مړزانو د فارم څښتن دی. دغه فارم د کرنې او مالدارۍ ریاست په مرسته پر ۹۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شوی دی. نوموړی وايي سږ کال یې په دغه فارم کې ۳۰۰۰ زره مړزان روزلي.
ښاغلی مرین وايي دغه فارم د سوداګريز پلان له مخې کولی شي په کال کې ۳۶ زره د مړزانو هګۍ، ۸ زره د غوښې مړزان او ۱۵ زره ژوندي مړزان تولید کړي، چې په منځني ډول یې کلنی کاروبار تر دوه میلیونه او ۷۲۰ زره افغانیو رسیږي.

په بلخ کې د کرنې او مالدارۍ د دویم ملي پروګرام مسوول نجیب الله سعیدي وايي د دغو فارمونو اویا سلنه لګښت چې لمریزه برېښنا، مړزانو ته د ځانګړې دانې د جوړولو ژرندې او د مړزانو د تولید نوي ماشینونه پکې شامل دي، دوی پر غاړه اخلي.
دغو عصري ماشینونو د مړزانو د تولید ظرفیت پنځه برابره کړی او هغه فارمونه چې پخوا به یې د ورځې زر مړزان تولیدول اوس یې د تولید کچه پنځو زره ته رسیدلې ده.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي د دغو فارمونو ملاتړ د دې لپاره کوي چې د خصوصي سکتور برخه کې پانګونه او سوداګري پیاوړې، د کار زمینه برابره او په کلیوالي سیمو کې د کروندګرو لاسنیوی وکړي.
د مزارشریف په زړه کې د حسام الدین کوشاني په نوم یو رسټورانټ دی چې په وروستیو کلونو کې د مړزانو غوښه پکې زیاته کارول کېږې.

حسام الدین، چې د دغه رسټورانت څښتن دی وايي د خلکو لخوا د مړزانو د غوښې تقاضا مخ په ډېرېدو ده.
نوموړی وايي « دا موږ له منډوي راوړو - د کباب په سیخ کې ترې استفاده کوو او یو سیخ یې په ۱۲۰ افغانۍ پلورو. د خلکو لېوالتیا ورته ډېره شوې ځکه غوښه یې خوږه ده.»
بلخوا په بلخ کې د کرنې رئیس محمد سالم ساعی وايي د خلکو لېوالیتا ته په کتو سره غواړي راتلونکی کال دغه صنعت ته پراختیا ورکړي، په دې کار سره به له یوه اړخه له بهره د واردېدونکې بې کیفته غوښې مخه ونیول شي او له بلې خوا به د خلکو کاروبار او کورنی اقتصاد هم ورسره وده وکړي.
نوړی وايي "اوس مهال په ټولو رسټورانټونو کې د مړزانو غوښه پیدا کېږي، مصرف یې ډېر شوی دی. هڅه کوو چې دا ډول فارمونه زیاد کړو، ټول ولایتونه باید په دې برخه کې پانګونه وکړي او د خصوصي سکتور باید ملاتړ وشي."
پر بلخ سربېره په نورو شمالي ولایتونو کې هم د مړزانو د فارمونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده. امید په سمنګان کې د مړزانو د تولید کورنی فارم لري. دی وایي تر ډېره یې د مړزانو بچیان او هګۍ د سیمې او اکبر مرین له فارم څخه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي هم بي بي سي ته وویل، په وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د مړزانو د روزلو لېوالتیا ډېره شوې او دغه صنعت د پراختیا په حال کې دی.
د فارمونو څښتنان وايي اوس مهال په مارکېټ کې د مړزانو یو کیلو غوښه له درې سوو څخه نیولې تر څلورو سوه افغانیو او د هګیو یو پاکټ یې چې پنځوس دانې لري په ۱۹۰ افغانۍ پلورل کېږي.








