افغانستان کې دویم دولتي هوايي شرکت "باختر افغان الوتنه" کار پېل کړ

باختر هوايي شرکت- چې په نوي یمه لسیزه کې د کورنېو جګړو له کبله له کار لوېدلی و - بېګا د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د "باختر افغان الوتنه" په نوم بېرته پرانېستل شو.

ولسمشر غني د دغه شرکت د پرانیستو پر مهال وویل، دا شرکت د اړتېا له مخې بېرته فعال شو او ژر به ورسره د هغو افغان امنیتي ځواکونو د لېږد تړون لاسلیک شي، چې په رخصتېو کورونو ته ځي او یا له رخصتېو دندو ته ستنېږي.

هغه دلته دا راز وویل ژر به ټولې دولتي تصدۍ د ډیرو عواېدو لپاره په دولتي شرکتونو واړوي.

د باختر افغان الوتنه هوايي شرکت مشر احمد مسلم خرم وايي، تېرو اوو میاشتو کې یې دا کمپنۍ بیا فعاله کړه.

د افغانستان د هوايي چلن ادارې رییس محمد قاسم وفايي زاده د "باختر افغان الوتنه" بیا پرانیسته د هېواد د هوايي چلن د تاریخ د یوې ویجاړې شوې برخې بیارغونه ګڼي.

هغه وايي دا ګام د هوايي چلن برخه کې اړتیا ته په کتو اخیستل شوی دی.

وفايي زاده وايي باختر افغان هوايي شرکت د دې لپاره بېرته فعال شوی چې ولایتونه په کم لګښت د هوا له لارې ونښلي.

دغه شرکت دمګړۍ یوازې یوه الوتکه لري

د باختر افغان الوتنه شرکت رییس حمد مسلم خرم وايي د دغه شرکت د بیا فعالېدو هڅې اووه میاشتې وړاندې پېل شوې.

د نوموړي په وینا دا شرکت اوس یوازې یوه الوتکه لري خو په راتلونکې یوه میاشت کې به یې شمېر دریو ته لوړ شي.

باختر هوايي شرکت

افغانستان کې د لومړي دولتي هوايي شرکت (اریانا) بنسټ په ۱۳۳۴ کال کېښودل شو.

دغه شرکت تر ډېره پر بهرنېو الوتنو بوخت و نو د کورنېو الوتنو لپاره په ۱۳۴۵ کال باختر هوايي شرکت رامنځ ته شو.

خو دغه شرکت په ۱۳۷۱ کال د کورنېو جګړو له کبله له چارو ولوېد.

د افغانستان دولتي او خصوصي هوايي لیکې په وروستېو کلونو کې له ډېرو لوړو ژورو تیرې شوې دي.

ساپی، پامير او افق شرق هوايي شرکتونه په تېرو څو کلونو کې یو په بل پسې وتړل شول او افغانستان کې د اریانا دولتي هوايي شرکت ترڅنګ یوازې کام ایر خصوصي شرکت فعالیت کاوي.

د افغانستان د هوايي چلن ادارې د شمېرو له مخې تیر کال ۲ اعشاریه ۸ میلیونه کسانو د کورنېو او بهرنېو هوايي شرکتونو له لارې افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.