ارګ: ډېری طالبان اوس د داعش تر بیرغ لاندې جنګېږي

داعش افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي طالبان ځینې بریدونه داعش ډلې ته را جع کوي

د افغان ولسمشر ویاند وايي افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې اکثره غړي طالبان دي او افغانستان کې ډېرې ترهګرې ډلې شته چې غړي یې خپل لوری بدلوي او له نورو ډلو سره یو ځای کېږي.

صدیق صدیقي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د افغانستان کورنیو چارو وزیر وویل افغانستان کې د داعش ډلې نوی مشر د حقاني شبکې غړی دی.

ښاغلي صدیقي نن ( سې شنبه اګست ۴ ) په کابل کې خبرې غونډې ته د هغو اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې چې ګواکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې مخالف وسله وال له داعش سره یو ځای کېږي وویل چې افغان دولت په دقت وضعیت څاري.

د افغان ولسمشر ویاند ټېنګار وکړ چې له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې د طالبانو یو مسؤلیت دادی چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

داعش افغانستان

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، ښاغلی صدیقي وايي افغان دولت په ماناده توګه جګړه پای ته رسول غواړي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې افغان دولت دې مسلې ته متوجه دی چې هسې له یوې ډلې سره سوله وشي او بله ډله د بل بیرغ لاندې جګړې ته دوام ورکړي خو د ده په وینا افغان دولت به په مانا داره توګه جګړه پای ته رسوي.

"افغانستان کې د سخت دریځو ډلو موجودیت اصلي معضله ده له بده مرغه افغانستان کې لسګونه سخت دریځې ترهګرې ډلې شته چې په ډېره اسانۍ لوری بدلوي ، له یوې ډلې بلې ته وفاداري بدلوي هیر مو نه شي چې د داعش ډلې اکثره غړي طالبان دي دا یو حقیقت دی دا هغه مالومات دي چې نړۍ یې لري".

صدیق صدیقي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې د داعش ډلې د خراسان څانګې لپاره نوی ټاکل شوی مشر شهاب المهاجر د حقاني شبکې غړی دی.

ښاغلي اندرابي ویلي حقاني شبکه او طالبان هر ورځ افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي او کله چې د دوی "ترهګریز فعالیتونه له سیاسي پلوه د دوی لپاره مناسب نه وي هغه د داعش ډلې خراسان څانګې پورې تړي".

داعش افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وايي له داعش ډلې سره اړیکي نه لري

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو په ډله کې په دې نوم څوک نشته.

طالبانو په تېر کې هم له داعش ډلې سره هر ډول اړیکې رد کړي او د افغانستان په څو سیمو په تېره په کونړ ولایت کې د داعش او طالبانو ترمنځ سختې جګړې هم شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د تېرې یکشنبې پرماښام په جلال آباد ښار کې پر محبس ځانمرګی ډله ییز برید وشو.

داعش ډلې د دې برید مسؤلیت ومانه او تازه یې د پژواک خبري اژانس د رپوټ له مخې د هغو کسانو مخ پټي انځورونه هم خپاره کړي چې دا ډله وايي څلور یې د تاجکستان، درې د هندوستان، یو یې پاکستانی او درې یې افغانان وو.

طالبانو پر ننګرهار محبس برید کې لاس لرل رد کړي وو. خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی ویلي وو چې حکومت د دې برید په اړه څېړنې کوي چې څوک یې تر شا لاس لري.

پر ننګرهار محبس دې برید په افغانستان کې د داعش ډلې د موجودیت او فعالیتونو په اړه یو ځل بیا اندېښنې را پورته کړي دي. افغان حکومت او امریکا اعلان کړی چې دا ډله یې په افغانستان کې له منځه وړې ده.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په نننۍ خبري غونډه کې وویل چې افغان امنیتي ارګانونه د داعش ډلې اړوند فعالیت ارزوي او وضعیت ته له سره کتنه کوي.