جنرال سکاټ مېلر: تاوتریخوالی باید کم پاتې شي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان وايي، د متحده ایالات تمه ډېره روښانه ده،‌ او هغه دا چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت باید دوام وکړي.‌

د نړیوال ائتلاف یوه ویاند ډګروال سوني لېګېټ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ میلر له قوله پر ټویټر ویلي، اورکم د باور رامنځته کولو لپاره یو ګام و. د هغه په وینا، امریکا د خپلو ژمنو په اړه جدي ده او طالبان هم باید د خپلو ژمنو په اړه جدي‌وي.

خو بل لور ته افغان طالبانو نن دوشنبه بي بي سي ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پای ته رسیدلې ده.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې له بهرنیو ځواکونو سره به د تړون له مخې چلند کېږي، یعنې چې له بریدونو به خوندي وي.

په یوه لارښود کې، چې ظاهراً د طالبانو د پوځي کمېسیون له خوا خپلو وسله والو ته استول شوې ویل شوي چې د افغان دولت پرضد به " بریدونه روان پاتې کېږي."