د شوروي یرغل؛ شلمه پېړۍ کې افغانستان ته تر ټولو خونړی پېر

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
په افغان خاوره د شوروي ښکېلاک د یرغل په اړه نړیوالو سازمانونو د شاخوا یو میلیون ولسي وګړو وژل ثبت کړي دي. د دغه خونړي جنګ له امله د افغانستان د هغه وخت د نفوس نژدې نیمايي وګړو یې هېواد پرېښود او ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول.
د رسمي شمېرو له مخې، سلګونه زره تنه معلول او ګڼ شمېر ماشومان او ښځې بې سرپرسته شوې. له دغه جنګ څخه د څو لسیزو په تېرېدو لا هم د وژل شویو کسانو د کورنیو ټپونه تازه دي او د وژونکو د محاکمې غوښتنه کوي.
د کابل څرخي پله په پولیګون کې ډله ییزې وژنې هر کال د شوروي جګړې پر مهال د وژل شویو د کورنیو ټپونه تازه کوي.
دغه سیمې ته له ننګرهار ولایت نه راغلې شازیه وايي پلار او تره یې هغه وخت وژل شوي او اوس یې د قاتلینو د محاکمې غوښتنه کوي.
د قربانیانو د کورنیو غړي او د بشر حقونو یو شمېر فعالان هر کال د کابل ختیځ د څرخي پله پولیګون سیمه کې راټولېږي، د قرباینانو په یاد د ګلونو ګېډۍ ږدي او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک حکومت په واکمنۍ کې چې د شوروي اتحاد له نظامي او سیاسي ملاتړه برخمن وو، د ډله ییزو وژنو عاملین محاکمه کړي.
تر اوسه د شپېتمې لسیزې د وژنو کره شمېرې نشته، خو څو کاله مخکې لږ تر لږه په هالنډ کې د هاګ نړیوالې محکمې د هغو پنځو زرو تنو نومونه خپاره کړل چې په شپېتمه لسیزه کې په پولیګون کې وژل شوي وو
خو قتل او وژنې د څرخي پله په پولیګون او د نظام په سیاسي مخالفینو پورې محدودې پاتې نه شو.
د ۱۳۵۸ کال په جدې یا مرغومې میاشت کې افغانستان ته د شوروي لښکرو له راتګ سره هم مهاله په دې هېواد کې جګړې زور واخیسته او د وژنو لمن له ښارونو کلیو ته هم ورسېده.
د (ده اتلانتیک) امریکايي مجله، چې تر ډېره جنګي او سیاسي موضوعاتو په اړه راپورونه خپروي د معلوماتو پر بنسټ یې، په افغانستان کې د شوروي د جګړې له مله شاوخوا یو میلیون کسان وژل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه پخوانۍ مجلې شمېرې ښيي چې په دغه جګړه کې شاوخوا ۹۰زره تنه د مجاهدینو له ډلې چې د شوروي پوځونو پر ضد جنګېدل وژل شوي.
په دې سربېره د هغه وخت حکومتونو ملاتړو ۱۸ زره عسکر او د شوروي نژدې ۱۵ زره سرتېري هم په دغه جګړه کې وژل شوي دي.
د دغې جګړې عیني شاهدان د نیپام په نوم بمونه چې هغه وخت د افغانانو تر منځ د نپال بیلري بمونو په نوم مشهور وو، پېژني.
هغه ویجاړونکي بمونه چې تر ډېره به د مجاهدینو د راټولېدنې په مرکزونو او کلیو غورځول کېدل. ځمکني ماینونو او خوشه یي ماینونونه چې له هوا به غورځېدل، زرګونه ولسي وګړي په تېره ماشومان ووژل، دغه ماینونه تراوسه هم لوی ګواښ دی او د ماین پاکۍ ډلې یې لا په پاکولو نه دي بریالۍ شوي.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزرات ویاند ضیاء الحق فضلي وايي "شمېرې ښيي چې اوسني نژدې نیمايي معلولین په افغانستان کې د شوروي د جګړې میراث دي."
د دغه جګړې یو بل اغېز په نړۍ کې بې مخینې مهاجرت دی. د نړیوالو سازمانو ریپوټونه او اټکلونه ښيي چې له شپږ تر نهه میلونه افغانان هېواد پرېښودو ته اړ شول.
د پاکستان او ایران په کمپونو کې د افغان مهاجرینو سخت ژوند د نړیوالو رسنیو موضوعات وو.
پاکستان کې د مهاجرینو په یوه کمپ کې د افغانې نجونې شربت ګلې انځور چې د نېشنل جیوګرافیک مجلې پر مخ په ۱۹۵۸م میلادي کال کې چاپ شو، په ټوله نړۍ کې د مهاجرینو د وضعیت سمبول شو.
د تخار ولایت د تالقانو اوسېدونکي محمد اسحاق د ژوند کیسه د میلیونو نورو افغانانو په څېر ده چې بې کوره او بې سرپناه ګاونډیو هېوادونو ته ستانه شول.
هغه له خپلې کورنۍ سره یو ځای په افغانستان کې د شوري د جګړې له امله پاکستان ته کډوال شو.
پخوانی جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد وايي په افغانستان کې د شوروي جګړې د هغه وخت نیمايي نفوس مهاجر کړ.
دغه جګړې د انساني زیانونو تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم افغانانو ته واړول. فقر او له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د کورنیو جګړو پیل د دغې جګړې له اغېزو وو.











