د شوروي يرغل څلوېښتمه کلیزه: د هغه مهال مجاهدینو سره بنډار

د ویډیو تشریح، نورګل شفق د پکتیا د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د همداسې يوه کلیوال جهادي قومندان میرعالم حقپال حجرې ته ورغلی او ځينو پخوانیو مجاهدینو سره يې خواله کړي.

څلوېښت کاله مخکې چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ نو کلیو او بانډو کې خلکو مقاومت ته مخه کړه، څه وسلې یې چې لرلې د سرو لښکرو په مقابل کې يې کارولې.

نارینه‌و سنګرونه سمبال کړل او ښځو یا ډوډۍ ورپخوله، یا يې وسلې ور رسولې او یا يې هم د کور ماشومان خوندي ځايونو ته رسول.

د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې داسې نوم ورکي نارينه او ښځې شته چې د شوروي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې یې مهم رول لوبولی دی. دوی وايي، د شورويانو پر ضد مقاومت ټولو افغانانو کړی خو دعوا یې د ګوتو په شمېر څو کسان کوي.

نورګل شفق د پکتیا د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د همداسې يوه کلیوال جهادي قومندان میرعالم حقپال حجرې ته ورغلی او ځينو پخوانیو مجاهدینو سره يې خواله کړي.