تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پکتیکا میاخان: د لوڼو د زده کړو 'اتل'
- Author, نصرت الله تسل
- دنده, بي بي سي
۶۳ کلن پلار هره ورځ خپلې لوڼې ۲۴ کیلو متره لیرې ښوونځي ته بیايي، دې کار دغه پلار د افغانستان سوېل ختیځ پکتیکا ولایت کې پر خواله رسنیو پر یوه اتل اړولی دی.
د پاخه عمر د دغه سړي چې له څو کالو راهیسې د زړه له ناروغۍ کړېږي، هیله دا ده چې لوڼې یې ډاکټرانې شي.
میاخان څو کاله له یوې سیمې بلې ته د لېږد کوچیاني ژوند درلود، خو د خپلو لوڼو د زدکړې لېوالتیا یې د دې لامل شوه چې نور به په څړ ځایونو پسې کډه نه وړي.
د لوڼو د زده کړي په خاطر یې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې لږ ځمکه واخستله. دا مهال ټوله پکتیکا ایله یوه متخصصه ډاکتره لري.
د سپین ږیري پلار د لوڼو یوازینۍ غوښتنه دا ده چې حکومت یې د کور خوا ته ښوونځی جوړ کړي او د کلي نورې نجونې هم له زدکړو بې برخې نه شي.
د یوې وچې او بې ونو دښتې په یوه بې دېواله خټین کور کې، هر سهار دغه سړی، ښوونځي ته د خپلو لوڼو د تیارولو غږونه کوي.
د پلار همدا درې لوڼې چې د کورنۍ کشري اولادونه یې دي، هره ورځ ښوونځي ته پر لاره له وچې او اغزنې دښتې تېرېږي.
د کور مشره لور روزۍ چې اووم ټولګي کې ده وايي، هره ورځ یې پلار له کوره تر ښوونځي او له ښوونځي تر کوره بیايي او تر رخصتېدو ورته د ښوونځي څنګ ته ناست وي.
"له پلاره ډېره خوښه یم. هره ورځ له موږ سره ښوونځي ته ځي او هلته انتظار راته کوي، ترڅو چې زموږ لوست خلاصېږي او بیا یوځای کورته راځو. په ښوونځي کي نه د څښلو اوبه لرو او نه هم تشنابونه. د اوبو نلکۍ هم ورانه ده، نو اوبه له کورونو راوړو."
ښوونځي کې د کلنۍ ازموینو د پایلو د اعلان پر ورځ باید ښوونځي ته په منظمو جامو کې او ژر رسېدلې واي، له دې امله یې پلار د یو نیم ساعت پلي تګ پرځای په کرايي موټر کې د تلو پرېکړه کړې وه.
د سیمې اوسېدونکي د میاخان د هرې ورځې درې ساعته پلي تګ شاهدان دي او هغه یو اتل بولي. د دوی پلار د شوق له امله له خپلو لوڼو سره ۲۴ کیلو متره پلی مزل کوي، چې لوڼې یې خپلو لوړو هیلو ته ورسېږي.
د میاخان بله لور وايي: "غواړو په راتلونکي کې ډاکټرانې شو او خپل هیواد ته خدمت وکړو. دلته ډاکټرانې نه شته، نو موږ باید ډاکټرانې شو. له دولته غواړو چې موږ ته دلته ښوونځي جوړ کړي. پلار مې نور سپین ږیری کېږي او نور به موږ تر ښوونځي نه شي بیولای. زموږ په کلي کې نوري نجوني هم شته چې د ښوونځي د لېري والی له کبله زده کړي نه شي کولای. که دلته ښوونځي ولرو یوځای به لوستونه وایو."
په کلنۍ ازموینو کې د ده د لوڼو له بریالي کېدو وروسته، له میاخان د خبرو کولو غوښتنه وشوه، خو د خپلو لوڼو د بریالې ورځې لیدو د خوښۍ له امله د مننې پرځای وايي، دی د نورو د خبرو کولو توان نه لري.
میاخان وايي، کله ناکله یې زامن درې خویندې د موټرسایکل په واسطه تر ښوونځي وړي، خو ډېری وخت دی له لوڼو سره ۱۲ کیلومتره پلی مزل کوي او د ښوونځي تر رخصتېدو ورته انتظار وي.
میاخان زیاته کړه، پاکستان ته د زړه د درملنې لپاره د تګ پرمهال یې د خپلو لوڼو د ډاکترانې کېدو هوډ وکړ:
"زما دوې لوڼي، روزۍ او سایره په اووم ټولګي کې دي. دریمه لور مې، جنت، په پينځم کې ده. لومړی کال مې موټر ورته نیولی و چې هغوي ښوونځي ته یوسي او راولي. زه به هلته ورته انتظار وم چې درس به یې خلاص شو بیرته به ورسره راتلم. کله چې د زړه په ناروغۍ اخته شوم او پېشور ته د درملني لپاره ولاړم، دا احساس راته پیدا شو چې لوڼي مې باید درسونه ووايي."
میاخان کلونه کلونه کوچیاني ژوند کړی، خو د لوڼو د زده کړې شوق له امله نور نو څړ ځاینونو پسې کډه نه ګرځوي او هملته یې د خپلو لوڼو د زدکړې لپاره واړول.
د لوڼو د زدکړې له امله د اوس لپاره د پکتیکا مرکز ښرنې په یوه کلي کې استوګن شوی او بزګري کوي. د میاخان زامن هم ښار کې ورځنۍ مزدورۍ کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې له لوڼو سره د دې پلار يو عکس خپرېدل، د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو د پام وړ وګرځېده، د دې عکس لاس په لاس کېدلو له مياخان اتل جوړ کړ.
په دې لرې پراته ولايت کې د نجونو زدکړه لاهم یوه ستونزه یادېږي. د ښځينه ښوونکو نه شتون د نجونو د زدکړو پر وړاندې يوه ستره ننګونه بلل کېږي.
د مرکز په ګډون د پکتيکا په ۱۹ ولسواليو کې یوازې ۵۴ ښوونکې په تدريس بوختې دي، په دې ولايت کې يوازې يوه متخصصه ډاکټره کار کوي، خو په وروستيو کلونو کې د نرسانو او قابله ګانو شمېر یوڅه ډېر شوی دی.
میاخان وايي: "تر څو چې توان لرم او ژوند لرم، تشویق به یې کړم چې لوڼي مې ډاکټراني شي، خلکو ته خدمت وکړي او یوه مسلمان ته یې خیر ورسېږي. دا زما یوازینۍ هیله ده."