د افغان سولې خبرې؛ 'خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره پر تړون غږېږي'

زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازى زلمي خليلزاد به ډېر ژر قطر ته سفر وکړي، چې له طالب استازو سره وگوري او د سولې د يوه تړون لپاره خبرې له سره پيل کړي.

دغه خبره له هغه وروسته راځي، چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د خپل يوه ناڅاپي سفر پرمهال وويل، واشنگټن له طالبانو سره د سولې خبرو کې بيا ښکېل شوى دى.

د همدې هڅو په ترڅ کي ښاغلي خليلزاد کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د اوربند او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځایونو پر ستونزې تمرکز چې د افغانستان او امریکا جمهور رئیسانو پرې په خپله وروستۍ کتنه کې د تلپاتې سولې موافقتنامې د ترلاسه کولو په خاطر بحث کړی وو، خبرې وکړې.

ولسمشر غني خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید دواړه یاد شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

ښاغلی ټرمپ د تېرې جمعې په شپه په ناڅاپي ډول افغانستان ته راغی او د بګرام په پوځي مرکز کې يې له افغان ولسمشر او خپلو پوځیانو سره لیدنه او خبرې وکړل.

ښاغلي ټرمپ هغه مهال ومنله چې له طالبانو سره د سولې په ټپه درول شوې خبرې یې له سره پيلوي او ده ویلي و چې طالبان یوې هوکړې ته لېواله دي.

ارګ وايي، ولسمشر غني خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید یاد شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ارګ وايي، ولسمشر غني خلیلزاد ته څرګنده کړه چې د سولې پروسې د پرمخ بېولو په موخه باید یاد شوي موضوعات په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

هغه مهال طالبانو هم ویلي و چې له امریکا سره هغې هوکړې ته ژمن دي چې له نهو غونډو وروسته لاسلیک ته نژدې شوې وه.

ښاغلي خلیلزاد له دې مخکې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، افغانستان کې د 'اسلامي دولت' یا داعش ضد جګړه کې پاموړ پرمختګ شوی دی، او د دې ډلې ځپلو کې د امریکايي ځواکونو، ناټو او افغان امنیتي ځواکونو سربېره، وسلوال طالبان هم رول لري.

افغان حکومت تېره میاشت د داعش د لسګونو وسلوالو د تسلیمېدو خبره وکړه، خو هغه مهال وسلوالو طالبانو هم بیا بیا وویل، چې "داعش" ته افغان حکومت نه، بلکې دوی ماتې ورکړې ده.

خلیلزاد په خپل پیغام کې افغانستان ته د سفر په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: "د امریکايي ځواکونو، ناټو او افغان امنیتي ځواکونو او همدرانګه طالبانو اغېزناک عملیات د دې سبب شول چې داعش خپلې ولکه کړې سیمې او وسلوال له لاسه ور کړي."

زلمي خلیلزاد د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ضد جګړې ته اشاره کړې، چې په وینا یې سلګونه داعشیان تسلیم شول.

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روانې میاشتې نومبر په ۱۲ هم د ننګرهار ځايي چارواکو وویل، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش د جنګیالیو د کورنیو ۹۳ غړي تسلیم شوي

ښاغلی خلیلزاد دا مني چې داعش لا هم له منځه تللی نه دی، خو د دې ډلې پرضد جګړه کې ریښتونی پرمختګ شوی دی.

د روانې میاشتې نومبر په ۱۲ هم د ننګرهار ځايي چارواکو وویل، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د 'اسلامي دولت' نومي ډلې داعش د جنګیالیو د کورنیو ۹۳ غړي تسلیم شوي چې ۲۳ پکې مېرمنې او نژدې دېرش يې ماشومان دي.

دغه کسان رسنیو ته نه دي ښودل شوي، خو چارواکي وایي، دې ډله کې د يوه نارينه په ګډون ۱۳ مېرمنې او کوچنیان د پاکستان اوسېدونکي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د تېر اکټوبر وروستیو کې هم ځايي چارواکو يوه رسنيزه غونډه کې وويل، د داعش ۷۲ غړي ورته تسلیم شوي چې پکې ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان دي. هغه ډله کې درې سړي او درې مېرمنې د اردن بلل شوي وو.

افغانستان کې ننګرهار د داعش مرکز بلل کېږي او په لومړی ځل دغه سیمه کې را پورته شول.

امریکا د ۲۰۱۴ کال د اپرېل پر ۱۳ په اچین کې د دې ډلې پر مرکزونو د بمونو مور په نون نااټومي بم هم وغورځاوه.

د داعش او طالبانو ترمنځ د دې ډلې د رامنځ ته کېدو له پیله سیمه کې جګړې شوې، چې ان نږدې دوه کاله مخکې د دوی د جګړې له امله له خوګیاڼو ولسوالۍ څلور زره کورنۍ کډه شوې.