۲۰۱۹: افغانستان کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې سل پېښې شوې

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا 'نی' وايي، د ۲۰۱۹ کال له پيله یې د خبریالانو پر وړاندې له سلو ډېرې د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړې دي. په ورته وخت کې په یوه تازه درجه بندي کې افغانستان شپږم هغه هېواد دی چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له عاملینو پوښتنه نه کېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې د ارزونې پر بنسټ افغانستان له سومالیا، سوریې، عراق، جنوبي سودان او فیلیپین وروسته شپږم هېواد دی چې د خبریالانو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي پر وړاندې ډېرې پېښې ثبت شوي دي.
دغه بنسټ وايي، د پېښو عاملین هم تر قانوني څار لاندې نه نیول کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې په تېرو ۱۲ کلونو کې له زرو ډېر خبریالان د دندو پر مهال وژل شوي دي چې له هرو لسو پېښو نهو هغو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
دا بنسټ وايي، ډېرې پېښې د وژنو، وهلو، ډبولو، تښتولو، په مرګ د ګواښلو او د خبریالانو د ازادۍ سلبول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر وویل، په روان ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي چې په وژنه،نیونه، ټپي کېدل، تښتونه او د ازادي سلبول دي.
نوموړی د وژنې پېښې په یوه ډول ۸ ښیې خو په بل ډول ۷ دي، چې اوو واړه خبریالان د کار پر مهال وژل شوي دي او یوه پېښه داسې وه چې د کار په جریان کې نه و وژل شوی.
د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر وویل چې د وژنو پرته د ډېرو پېښو تر شا د دولت د ننه کسان دي: "له وژنو پرته د ډېرو قضیو ترشا په دولت کې د ننه کسان دي، له هغه وروسته وسله وال طالبان او بیا نامعلومې وسله والې ډلې. هغه قضیې چې څېړل شوي ډېری د لفظي او فزیکي تاوتریخوالي دي، د خبریالانو بندي کول او د ازادۍ سلبول له بده مرغه تر اوسه نه دي څېړل شوي، د خبریالانو وژنه له دې امله نه څېړل کیږي چې مقابل لوری یې طالبان، داعش یا هم نامعلومه وسله وال وي."
سره له دې چې افغان دولت په وار- وار ویلي، داسې پېښې به په جدي توګه وڅېړل شي، خو نی وايي یوازې کوچنۍ پېښې څېړل شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د ناامنیو د ډېرېدو سره په افغانستان کې د خبریالانو کار سخت شوی او ګواښونه هم ډېر شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرش د خبریالانو پر وړاندې د جرم د معافیت د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي که خبریالان په امنه فضا کې کارونه مخته نشي وړلی، موږ له ګونګې او بې خبره نړۍ سره مخ کېږو.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان په وروستیو کلونو کې معلوماتو د لاسرسي قانون، د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیو د فعالیتونو دډول مقرره او څو تقنیني اسناد تصویب کړي دي.
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د حق غوښتنې برخې مشر صدیق الله توحیدي وايي چې په دغه هېواد کې د خبریالانو لپاره د کار کولو وضعیت مناسب نه دی:
"هغه څه چې په افغانستان کې پر خبریالانو تېرېږي، یو مناسب حالت نه دی، په دې هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کېږي، هغه شکایتونه چې د خبریالانو له خوا ثبتېږي، ددغو شکایتونو جدي څېړنه نه کېږي".
ښاغلی توحیدي وايي له خبریالانو سره د تاوتریخوالي سلګونه پېښې څېړل شوي دي. افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره خونړۍ هېواد یادېږي. له ګواښونو سره سره په دغه هېواد کې پراخ رسنیز فعالیتونه مخته ځي، په دې هېواد کې اوس شاوخوا ۵۰۰ بېلابېلې غږیزې، تصویري او چاپي رسنۍ او خپرنۍ فعالیت کوي.








