د سولې خبرې: زلمي خلیلزاد یو ځل بیا سفرونه پیل کړل

د عکس سرچینه، Stoltenberg Twitter
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نږدې دوه میاشتنۍ دمې وروسته یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد او ورسره ملګری پلاوی یې پرون یکشنبه د بروکسل، پاریس او مسکو پر سفر روان شوي دي.
اعلامیه کې راغلي، زلمی خلیلزاد به په بروکسل او پاریس کې د اروپایي ټولنې، ناټو او ملګرو ملتونو له استازو سره ګوري. دوی به پر دې غږېږي چې څه ډول په افغانستان کې د سولې لپاره د پیل شویو هلو ځلو سره مرسته وشي.
د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ نن دوشنبه پر خپله ټوېټر لیکلي چې بروکسل یې له ښاغلي خلیلزاد سره وکتل او خلیلزاد ورته د افغان سولې بهیر په اړه توضیحات ورکړل.
ښاغلي سټولټنبرګ لیکلي، ناټو د افغانستان ملاتړ او په دې هېواد کې د یوه سوله ییز جوړجاړي لپاره د زمینې برابرولو ته ژمنه ده.
همدا راز په مسکو کې به ښاغلی خلیلزاد له روسي او چینایي چارواکو سره ویني او د افغان جګړې په ختمېدو کې د درې واړو هېوادونو پر شریکو ګټو به خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره هم مهاله د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر نن دوشنبه کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، پر طالبانو به تر هغو خپلو یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکوي چې دغه ډله د سولې خبرو ته چمتو شي.
مارک اسپر د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې دغه راز د افغان ځواکونو عملیاتي وړتیا ستایلې او ویلي دي چې دغه ځواکونه د افغانستان امنیت باوري کولای شي.
نوموړي زیاته کړه چې هېواد یې افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي پلوی دی، خو تر هغې چې یو جوړجاړي کېږي، امریکا به د طالبانو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د امریکا حکومت تر دې دمه له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلېدو کوم رسمي اعلان نه دی کړی، خو له وروستیو پرمختګونو او د امریکایي او نړیوالو چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې دا بهیر ښایي بېرته پیل شي.
پرون یکشنبه د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی رولاند کوبیا وویل، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې د افغان حکومت شمولیت اړین دی او زیاته یې کړه چې دا ځل باید د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پیل شي او واک یې هم باید له افغانانو سره وي.
ښاغلي کوبیا کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو دوام دې پورې اړه لري چې راتلونکی افغان حکومت به څه ډول وي او څوک به په واک کې وي.
نوموړي وویل، اروپایي ټولنه له یوه داسې اسلامي امارت سره مرسته نه شي کولی چې په واکمنۍ کې یې د وګړو اساسي حقونه خوندي نه وي.
پخپله افغان حکومت ټینګار کوي چې د سولې بهیر باید د ولسمشریزو ټاکنو نه وروسته د نوي افغان حکومت په مشرۍ پیل شي، تر څو دوی له پیاوړي دریځه له طالبانو سره مذاکرات وکړي.








