بي بي سي اوس د افغانستان د ملي راډیو پر څپو هم خپرېږي

د عکس سرچینه، BBC/RTA
د افغان مخاطبانو لپاره د بي بي سي راډیويي خبري خپرونې به اوس د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپرېږي. په دې اړه د بي بي سي او د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون ترمنځ دوه اوونۍ وړاندې یو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان لپاره د بي بي سي د ماښامنيو یو ساعته راډیويي خپرونو - د پښتو نړۍ داوخت او د دري مجله شامګاهي- لومړی نیم ساعت به هره ورځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د اېف اېم شبکې او منځنۍ څپې له لارې هم خپریږي.
بي بي سي هره اوونۍ په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو زیات اوریدونکي او لیدونکي لري چې په دې کي په هیواد کې د اېف اېم د ۳۲ فریکوینسیو، د خصوصي راډیوګانو شبکو او ۳ خصوصي راډیويي سټېشنونو له لارې د بي بي سي د خپرونو اورېدونکي هم راځي.
د بي بي سي د نړیوالو خپرونو د څانګي مشر، جیمي انګس، د خپرونو د خپرولو په اړه د بي بي سي او د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون ترمنځ د تړون په هکله وویل:
"د افغانستان په اړه کره او بې پرې خبرونو ته لاسرسی تل د بي بي سي پښتو او دري خپرونو لپاره زموږ د ماموریت په زړه کې ځای درلودلی. ډېر خوښ یم چې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون سره دا نوی شراکت به د دې سبب شي چې زموږ د خپرونو محتویات د هغو رسنیو له لارې چې خلک یې له پخوا ښه پېژني افغانستان کې لا ډېرو خلکو ته هم ورسېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون مشر، اسماعیل میاخېل، هم وویل: "بي بي سي سره شراکت د افغانستان خلکو ته د اطلاعاتو رسولو په برخه کې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون ماموریت لا نور هم پیاوړی کوي. زموږ د خپرونو په جدول کې د بي بي سي د خپرونو اضافه کېدل به د افغانستان او نورې نړۍ په اړه د کره او بې پرې خبرونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي."
بي بي سي له ۱۹۸۱ کال راهیسې د افغانستان لپاره راډیویي خپرونې وړاندې کوي. د بي بي سي پښتو نړۍ داوخت راډیويي خپرونه او د درې مجله شامګاهي، ځايي، سیمه ییز او نړیوال خبرونه او شننې وړاندي کوي.
د خپرونو د خپرولو په برخه کې له بي بي سي سره د همکارۍ په لړ کې، د پښتو او دري د يو ساعته راډیويي خبري خپرونو لومړۍ نیمه برخه به هر ماښام د افغانستان د ملي راډیو څپو له لارې په ژوندۍ توګه خپریږي.
د بي بي سي پښتو او دري خبري خپرونې د بي بي سي د نړیوالو خپرونو د څانګي برخه دي چې د انګریزۍ ترڅنګ په ۴۱ نورو ژبو، د راډیو، ټلویزیون او ډیجیټل له لارې په ټوله نړۍ کې خبري محتویات خپروي. د بي بي سي د نړیوالو خپرونو د څانګي نشريات هره اوونۍ ۳۱۹ ملیونه مخاطبانو ته رسیږي.








