اسماعیل میاخېل د افغان ملي راډیو ټلویزیون رییس وټاکل شو

اسماعیل

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، اسماعیل میاخېل له دې مخکې د بي بي سي د پینځو ژبو د یوټیوب ایډیټر و.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له حکم سره سم اسماعیل میاخېل چې د بي بي سي له نړيوالې څانګې سره يې کار کاوه، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د عمومي ریس په توګه ټاکل شوی دى.

ښاغلي مياخېل له ۲۰۰۳ کال راهیسې په لندن کې له بي بي سي سره کار کاوه. په دې وروستيو کې دی د بي بي سي د ليرې ختیځ د پنځو ژبو د یوټیوب ایډیټر په توګه دنده پر مخ بېوله.

اسماعيل مياخېل د لندن په يوه پوهنتون کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړې کړي او د رسنیو او ډیجټل ستراتیژۍ جوړولو برخه کې تجربه لري.

د نوموړي د منظورۍ حکم د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا نن د پنجشنبې پر ورځ (مارچ اوومه) رسنیو ته استول شوی دی.

د افغانستان ملي راديو تلويزيون دولتي رسنۍ ده.

په تېرو څو کلونو کې يې مشر افغان ليکوال او ژورناليست زرين انځور و. د ولسمشرۍ د ماڼۍ په حکم کې نه دې ويل شوي چې ښاغلى انځور اوس په کومه دنده ګومارل شوى که نه.