د سواد نړیواله ورځ: هرچاته په مورنۍ ژبه زده کړه غواړو

د عکس سرچینه، Getty Images
سږکال د ملګرو ملتونو د سواد زده کړې د نړیوالې ورځې 'سېپټمبر اتمه' لپاره شعار دا دی چې هرچاته باید په خپله ژبه د سواد زده کړې زمینه برابره شي.
دغه نړېوال بنسټ د دغه ورځې لمانځنه د حکومتونو، ولسي ټولنو او نړیوالو مرسته کوونکو ته یو فرصت ګڼي چې په وینا یې کولی شي په نړۍ کې د سواد زده کړې کچه لوړه کړي.
افغان حکومت وایي، تر ۲۰۳۰ پورې به، دغه هېواد کې شته لس میلیونه بې لوستو، له ډلې ۷۰ سلنه د زده کړو خاوندان کړي.
د پوهنې وزارت وايي، دغې موخې ته د رسېدو لپاره یې د سواد زده کړې عملي اوسنۍ کېدونکې پالیسي باندې له سره کتنه کړې او د لا ډېرو مرستو او امکاناتو جلبولو په پار یې له لوړو افغان چارواکو او بهرنیو موسسو سره لیدنې، کتنې هم پیل کړي او هغوی ورسره د مرستو او امکاناتو ژمنې کړي دي.
دې وزارت په ۲۰۱۳ کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به په افغانستان کې د لوستو کسانو شمېر له ۳۱سلنې څخه ۴۶ سلنې ته لوړوي، خو اوس چې ۲۰۲۰ میلادي کال ته چې یوازې څلور میاشتې وخت پاتې د دغه وزارت چارواکي مني چې ټاکلي موخې ته نه دي رسېدلي خو په وینا یې د لوستو وګړو کچه یې ۴۲ سلنې ته لوړه کړې ده.
په دې وزارت اوس یو ځل بیا د سواد زده کړې معینت سلاکار محمد یاسین صمیم ژمنه کوي چې تر ۲۰۳۰ پورې به په افغانستان کې د هغو شته لس میلیونو نالوستو له شمېره ۷۰سلنه به یې د لیک او لوست خاوندان کړي.
د ښاغلي صمیم په وینا هرکال په افغانستان کې سل زره هغو کسانو ته چې عمر یې لوړ وي د سواد زده کړې معینت ورته د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس مهال د افغانستان د پوهنې وزارت د یو شمېر نادولتي بنسټونو په مرسته په هېواد کې د سواد زده کړې ۱۵ زره کورسونه لري چې شاوخو ۴۵۰۰زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
د پوهنې وزارت د معلومات پر بنسټ د دغه هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه خلک نالوستي دي، د دغه وزارت په وینا په چټکۍ سره د نفوس د زیاتېدا، بې وزلي، ناسم دودونه او جګړه هغه لوی لاملونه دي چې په افغانستان کې د شته لس میلیونه بې سوادو پر شمېر درې اعشاریه اووه میلیونه نور هم ور زیات کړي دي.










