امان الله خان، جلاوطني او ورسره د وخت حکومتونو چلند

امان الله خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اروپا په ځانګړي توګه ایټالیا ته د شاه امان الله خان تر دویم ځلې تګ وروسته هغه په ژوندوني بیا کله هم افغانستان ونه لید.
    • Author, یوسف ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي - کابل

د افغانستان د خپلواکۍ له اخیستنې او لس کلن حکومت وروسته شاه امان الله خان له هېواده بهر څنګه ژوند درلود؟ په دې اړه روایتونه او حکایتونه توپیر لري.

ځينې وايي امان الله خان په ایټالیا کې ښه ژوند پیل کړ، خو خپله د کورنۍ غړي او یو شمېر څېړونکي بیا ټینګار کوي چې امان الله خان له هېواده لرې د تنګ لاسۍ ژوند تېراوه.

شاه امان الله خان تر لس کلنې واکمنۍ او په هېواد کې دننه له جنجالونو وروسته، د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ پر۱۴ (د ۱۳۰۷ کال جدي ۲۵) له ناچارۍ افغانستان پرېښودو ته زړه ښه کړ.

که څه هم په کندهار کې د زرګونو خلکو له غوښتنې وروسته شاه امان الله خان د واک د تر لاسه کولو لپاره یو ځل بیا تر غزني را وخوځېد، خو تاریخ لیکونکي وايي ډېر ژر بېرته له دې پرېکړې تېر او د تل لپاره یې بیا له افغانستان سره د مخه ښه وکړه.

د علومو اکاډيمۍ د تاریخ د برخې مشر ډاکټر محمد شریف ځدراڼ په وینا شاه امان الله خان په موټر کې د اوسني پاکستان تر کراچۍ او له هغه وروسته بېړۍ کې ایټالیا ته ورسېد.

دا اروپا په ځانګړي توګه ایټالیا ته د شاه امان الله خان دویم ځلې تګ و خو داسې چې په ژوندوني يې بیا کله هم افغانستان ونه لید.

خو دا چې د افغانستان یوه نوموتي واکمن ولې د ابد لپاره جلا وطني غوره کړه په اړه يې د شاه امان الله خان لور هندیه د سترګو لیدلی حال بیانوي:

امان الله خان له کمال اتاتورک سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امان الله خان له کمال اتاتورک سره

له بي‌بي‌سي‌ سره په لومړنیو مرکو کې شهزادۍ هندیې وویل "موږ د خوړلو لپاره یو څه درلودل خو وروسته کم شول، ځکه موږ ۹ کسان وو. که څه هم مور مې ملکه وه، خو د روم تور بازار ته به تلله او زموږ لپاره به یې د ډوډۍ تابیا کوله، خو کمه او غریبانه ډوډۍ."

امان الله خان چې په کندهار کې پرېکړه وکړه چې د ځواک پر سر جګړه نه کوي او د هېواد پرېښودو ته یې ترجیح ورکړه، له خپلې کورنۍ سره د ایټالیا پلازمېنې روم ته ولاړ.‌ د څو محدودو ورځو لپاره په روم کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې پاتې شو خو له هغه ځایه یې د اېستلو امر وشو.

تر اوسه پوری یوه مهمه پوښتنه دا ده چې شاه امان الله خان ولې د هر بل ځای په پرتله ایټالیا غوره کړه؟ په اړه يې ډېر نظرونه دا دي چې د انګلیس د درېیمې جګړې پر مهال چې افغانستان رسماً نوره د انګلیس مستعمره نه و، ایټالیا لومړنی لوېديځ هېواد و چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژانده ، د دې تر څنګ امان الله خان لومړی افغان بادشاه وه چې د واک پر مهال يي هم دغه هېواد ته رسمي سفر کړی و.

امان الله خان د وزیرانو شورا کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امان الله خان د وزیرانو شورا کې

۹۰ کلنې شهزادګۍ هندیه بي بي سي ته ویلي په ایټالیا کې له مېشتېدو وروسته به يي پلار ډېر وخت افغانستان یادوه او د حسرت اوښکې به يي تویولې.

شاه امان الله خان ایټالیا ته له رسېدو وروسته تر یوې مودې په هغې ودانۍ کې پاتې شو چې له نن څخه ۹۵ کاله وړاندې خپله ده د افغانستان سفارت لپاره پېرلې وه.

دا ودانۍ اوس هم د افغانستان سفارت دی او وړم کال رسماً د شاه امان الله خان په نوم ونومول شوه.

په روم کې د افغانستان پخوانۍ سفیر وحید عمر وايي امان الله خان یوه موده په سفارت کې ښه ژوند درلود خو وروسته د نادر شاه د سیاسي استازو لخوا له دې ودانۍ وویستل شو.

امان الله خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آمان الله خان په ۱۹۶۰ زیږدیز کال د ۶۷ کلنۍ په عمر يې له وطنه لرې مړ شو.

تاریخپوهان وايي هغه وخت چې شاه امان الله خان په روم کې ژوند درلود د وخت افغان حکومتونو د ده ژوند ته ډېر پام نه کاوه بلکې تر ډېره یي امان الله خان د ځان لپاره خطر ګاڼه.

آمان الله خان په ۱۹۶۰ زیږدیز کال د ۶۷ کلنۍ په عمر يې له وطنه لرې مړ شو.

د سویس په یوه روغتون کې له مړینې وروسته له وصیت سره سم د ایټالیا حکومت د ده جسد د یوې ځانګړي الوتکې له لارې کابل او بیا جلال اباد ته له لېږدلو وروسته هلته د امیر شهید په باغ کې خاورو ته وسپارل شو.