افغان حکومت د سولې مذاکراتو لپاره پنځلس کسیز پلاوی وټاکه

دین محمد
د عکس تشریح، حاجي دین محمد له بي بي سي سره په خبرو کې منلې ده چې نوموړی د دې پلاوي غړی دی

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې خبرو لپاره د نوی ۱۵ کسیز ټیم د جوړیدو خبر ورکړی دی. تېره اونۍ همدغه نوي جوړ شوي وزارت ویلي و چې د مرکچي پلاوي له ټاکلو سره سم به له طالبانو سره تر دوو اونیو پورې مخامخ خبرې هم پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوحې ته روان دی چې هلته له طالبانو سره خبرې یوې پایلې ته ورسوي، خو اسلام اباد کې به لنډه دمه کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي له پرلپسې هڅو وروسته یې داسې پنځلس کسیز مرکچي پلاوی جوړ کړی چې سیاسي، ټولنیز او قومي انډول په کې په پام کې نیول شوی دی.

د دغه وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د پلاوي د غړو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې دولت له امریکا سره د سولې د راتلونکو ګامونو په اړه په هوکړه کې دی.

خو د افغانستان د سولې د پخوانۍ عالي شورا غړي حاجي دین محمد له بي بي سي سره په خبرو کې منلې ده چې نوموړی د دې پلاوي غړی دی. حاجي دین محمد وایي چې د پلاوي د نورو غړو په اړه مالومات نه لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي له پرلپسې هڅو وروسته یې داسې پنځلس کسیز مرکچي پلاوی جوړ کړی

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشري سلام رحیمي ته سپارل شوې ده

ښاغلي خلیلزاد په ټویټرپاڼه لیکلي، که طالبان د ده په ټکو د خپل اړخ چارې ترسره کړي، مونږ به خپلې چارې ترسره کړو چې له دې سره به له طالبانو سره هغه هوکړه وروستۍ شي چې دوی له وړاندې پرې کار کړي دی.

خلیلزاد زیاته کړې چې د سولې په برخه کې د ورسپارل شوې دندې له پيله یې دا کابل ته تر ټولو ګټور سفر و، په کوم کې چې د ده په ټکو، افغان حکومت او امریکایي اړخ د سولې خبرو په راتلونکو ګامونو هوکړه وکړه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

تمه ده چې د امریکا او طالبانو له دغې ناستې او احتمالي هوکړې وروسته به طالبان او افغان مرکچي پلاوی خبرو ته سره کېني.

ټاکل شوې دا خبرې په یوه اروپایي هېواد کې ترسره شي، په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین څو ورځې وړاندې ویلي، د بهرنیو سرتیرو د وتلو د مهال ویش له اعلان وروسته به له افغان پلاوي سره خبرې وکړي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت به هم دې خبرو کې د یوه سیاسي لوري په توګه ګډون کوي، نه د حکومت په توګه.