د افغانستان په شمال کې د قیمتي ډبرو بازار پراخ شوی

د افغانستان په شمال کې د قیمتي ډبرو بازار پراخ شوی
د عکس تشریح، هغه ‌ډبرې چې له بدخشان او کندهار څخه تر دې ځایه رسېږي، د کاریګرو ښځو د خوارۍ له امله په قیمتي ډبرې اوړي.
    • Author, نجیب الله پاڅون
    • دنده, بي ‌بي ‌سي، مزارشریف

اوس په مزارشریف ښار کې یو شمېر ښځې د ګاڼو په جوړلو بوختې دي، چې ځینې یې اروپا او امریکا ته هم وړل کېږي. د قیمتي کاڼو کاروباریان وايي په شمالي ولایتونو کې د قیمتي ډبرو بازار پراخ شوی.

په شمال زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو چارواکي وايي، له قیمتي ډبرو د جوړو ګاڼو د پېرودونکو زیاتېدل یو ښه پیل بولي. دوی وايي که نویو جوړو شویو کارخانو ته پام وشي، زېورات به يې په اسانه تر نړیوالو بازارونو لار ومومي.

د مزارشریف ښار لویدیځ لور ته په یو کور کې یو شمېر ښځې د افغانستان قیمتي ډبرې تراشي.

هغه ‌ډبرې چې له بدخشان او کندهار څخه تر دې ځایه رسېږي، د دغو ښځو د خوارۍ له امله په قیمتي ډبرې اوړي او بیا ازبېکستان، ایران، پاکستان او ان اروپا او امریکا ته هم وړل کېږي.

د افغانستان په شمال کې د قیمتي ډبرو بازار پراخ شوی
د عکس تشریح، په دغه کارخونې کې چې په یو کور کې ده یو شمېر ښځې د قیمتي ډبرو په تراشلو بوختې دي.

عبدالقادرچې په دغه ولایت کې د دې ډبرو لپاره کار ځای لري د لویو تیږو پارچې په اوبو پریمنځي او وروسته یې په وړو ټوټو بدلوي.

نوموړي دغه کار دوه کاله وړاندې په پاکستان کې کاوه. پخوا به عبدالقادر خپه و چې پخپل لاس جوړې کړې افغاني ډبرې یې د نړۍ نورو هېوادو ته د پاکستان په نوم صادرېدلې. په همدې موخه یې خپله کارخانه او ماشیونونه مزارشریف ښار ته یوړل.

اوس تولیدات د خپل هېواد په نوم وړاندې کوي او وايي چې په کور دننه او بهر کې ګڼ شمېر پېریدونکي لري. عبدالقادر وايي له دوو کلونو کمه موده کې یې۵۰۰۰ افغانۍ ګټه کړې ده.

عبدالقادر زیاتوي "له خپل ځان سره مې فکر وکړ که سل کاله په پاکستان کې واوسم بیا به هم مهاجر یم، پرېکړه مې وکړه چې افغانستان ته راشم او دلته خپل کار مخکې بوځم. ټول هغه جواهرات، ګاڼې چې له ډبرو جوړېږي زه یې دلته د مزارشریف په ښار کې پخپله کارخانه کې جوړوم او هڅه کوم چې د افغانستان د ډبرو جواهرات، د افغانستان په نوم تر نړیوالو ورسېږي. په دې دوو ورستیو کلونو کې مې ډېر پېرودونکي وموندل، له ازبکستان، پاکستان، ایران او هند څخه نیولې تر اروپا او امریکا پورې خلک فرمایش راکوي او زه یې ورلېږم"

د افغانستان په شمال کې د قیمتي ډبرو بازار پراخ شوی
د عکس تشریح، عبدالقادر خپل د قیمتي ډبرو کاروبار له پاکستانه افغانستان ته ولېږداوه.

د دغې کار ځای ځوانې کارګرې شکیلا او حنیفه وايي له زیوراتو سره یې سروکار دی، دا کار خوند ورکوي او له دې لارې پيسې هم پیدا کولی شي.

شکېلا وايي "زما لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی، چې له ګاڼو سره سروکار لرم، لاس بند، لښتۍ، غاړکۍ او د ډبرو نور جواهرات ګاڼې دلته جوړوم، د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کولی شم. د دې وخت نجونې له ډبرو څخه جوړ شوي جواهرات ډېر خوښوي."

د شمال زون کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسووله تمنا فریور وايي د افغانستان د زینتي ډبرو سوداګري مخ پر ښه کېدو ده.

د نوموړې په خبره دې ډبرو زېرمو نژدېوالی او د افغانستان په شمال کې د طبيعي زینتي ډبرو شتون، نوېو جوړو شویو کارخانو ته د آسانتیا برابره کړې، خو پکار ده چې نړیوالو بازارونو ته د دې ډبرو په لېږدولو کې هڅه وشي.

د افغانستان په شمال کې د قیمتي ډبرو بازار پراخ شوی
د عکس تشریح، ځینې ښځې تر قیمتي فلزاتو قیمتي ډبرې خوښوي.

آغلې فریور زیاتوي "ورځ تر بلې د افغانستان د ډبرو ګاڼې پراختیا مومي او دا څرګندوي، چې په بازار کې یې غوښتونکي زیات شوي دي او هغه څه چې موږ یې ادعا کوو افغانستان په خپله دغه محصولات لري او د هېواد دننه یې تولیدوي، دا یو ښه پیل کېدلی شي. په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې چې د ډ‌برو او ګاڼو په کاروبار کې یو لرغونی فرهنګ لري."

د عبدالقادر کوچنی نندارتون چې سوداګري یې مېرمنې کوي، د نوموړي ګټه یې زیاته کړې. دغه نندارتون ته د بېلابيل عمر پېرودونکي ورځي، لکه پلوشه، چې زینتي ډبرې يې د ښایست په خاطر له سرو زرو هم ډېرې خوښې دي.

هغه وايي "له طلا او نورو ګاڼو څخه زه د خپل هېواد د ډبرو ګاڼې خوښوم، له هر ډول کالیو سره ورته والی لري او ژر نه خرابېږي".

د افغانستان په شمال کې د قیمتي ډبرو بازار پراخ شوی
د عکس تشریح، مزار شریف ښار کې د قیمتي ډبرو د پلورنځیو کاروبار مخ پر غوړېدو دی.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په شمال کې زینتي ډبرې او فلزات په طبيعي ډول پیدا کېږي، همدا لامل دی چې دغه خونه یې د پېژندلو او پیدا کېدلو په هڅه کې ده.

په افغانستان کې له کلونو راهیسې قیمتي ډبرې په ناقانونه توګه کیندل او قاچاق کېږي، خو د معیاري او قانوني سوداګرۍ په رامنځ ته کېدو سره به یې مخه ونیول شي او بل لوري ته به دغه لرغونی صنعت بیا ژوندی شي.