ایټالیا: لومړی ځل افغان تولیدات نړیوال نندارتون کې

غالۍ، له څرمنې جوړ شوي تولیدات، وچې مېوې، زعفران، نیمه قیمتي او ګرانه بیه ډبرې هغه څه وو، چې دغه نندارتون کې ایښي وو.

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY ITALY

د عکس تشریح، غالۍ، له څرمنې جوړ شوي تولیدات، وچې مېوې، زعفران، نیمه قیمتي او ګرانه بیه ډبرې هغه څه وو، چې دغه نندارتون کې ایښي وو.
    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي بي سي لندن

افغان سوداګرو لومړی ځل د ایټالیا میلان ښار د لاسی صنایعو په یوه نړیوال نندارتون کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندی کړل.

په دغه نړیوال نندارتون کې د نړی ۹۵ هېوادونو خپل لاسي صنایع نندارې ته ایښي او افغانستان په دغه نندارتون کې ۱۷ غرفې لري.

نندارتون کې افغان سوداګرو هم ګډون کړی و. د میلان دغه نندارتون کې د افغانستان لاسي صنایعو تر څنګ کرنیز محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

غالۍ، له څرمنې جوړ شوي تولیدات، وچې مېوې، زعفران، نیمه قیمتي او ګرانه بیه ډبرې هغه څه وو، چې دغه نندارتون کې ایښي وو. ایټالیا کې د افغانستان سفیر وحید عمر په وینا ایټالیا کې د افغانستان سفارت او د افغانستان اقتصاد وزارت په شریکه زمینه برابره کړه، چې افغان سوداګر دغه نندارتون کې برخه واخلي.

نوموړی وايي، د ویزا مسایلو او کابل کې د نه همغږۍ له کبله یو شمېر افغان سوداګر و نه توانېدل دغه نندارتون کې پر وخت ګډون وکړي، خو په وینا یې دې سره هم دی په دې آند دی، چې نندارتون کې د افغانستان ښه استازولي شوې.

افغان سفیر وحید عمر وايي په دغه نړیوال نندارتون کې د افغانستان ښه استازولي شوې

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY ITALY

د عکس تشریح، افغان سفیر وحید عمر وايي په دغه نړیوال نندارتون کې د افغانستان ښه استازولي شوې

ښاغلي عمر دغه راز ویلي، په تېر کې د افغانستان یو شمېر تولیدات د نورو هېوادونو په نامه نړیوال بازار ته وړاندې کېدل، خو نوموړي هیله مندي ښي او وايي اوس ورورو خپله افغانان د خپل هېواد په نامه خپل تولیدات او محصولات تر نړیوالو رسوي.