د عکسونو البوم: کابل کې صنعتي نندارتون

د کابل په بادام باغ کې (د ملي صنایعو) په نوم د افغان صنعتي توکو یو نندارتون جوړ شوی و، چې دا ځل افغانستان جوړ درمل هم پکې اېښودل شوي وو.

نندارتون
د عکس تشریح، دا د هغه اون (تار) نښه ده چې د غالۍ اوبدلو په صنعت کې ترې ګټه اخستل کیږي.
نندارتون
د عکس تشریح، د افغانو اوبدونکو په لاس جوړې غالۍ دي چې تر ډېره بهرنیو هېوادنو ته لېږل کیږي .
نندارتون
د عکس تشریح، د پخو خښتو د تولید ماشین افغانستان کې جوړ شوی او د جوړونکو به وینا یې د ورځې ۳۰ زره خښتې تولیدوي
نندارتون
د عکس تشریح، هغه سکاره، چې په کور دننه تولیدیږي او د تولیدونوکو په وینا یې هوا ډیره نه ککړوي.
نندارتون
د عکس تشریح، د دې درملو جوړوونکي افغانان دي او افغانستان کې جوړ شوي.
نندارتون
د عکس تشریح، نندارتون کې افغانستان جوړ درمل او طبي جامې هم نندارې ته اېښودل شوې وې
نندارتون
د عکس تشریح، خواږه هم د نندارتون برخه وه
نندارتون
د عکس تشریح، دا ریکشا افغانانو جوړه کړې.