مایک پمپیو: تر افغان ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د سولې د تړون کېدلی شي

د عکس سرچینه، @SecPompeo
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي دوى هيلمن دي چې د راتلونکې سپتمبر له لومړۍ نېټې وړاندې له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه وشي.
ښاغلي پومپيو پرون (سه شنبه، جون ۲۶مه) کابل ته د خپل سفر ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او يوشمېر نورو افغان سياستوالو سره ترکتنې وروسته دا څرگندونې وکړې.
افغانستان ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پمپيو سفر په داسې حال کې شوى چې ټاکل شوې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو اووم پړاو راتلونکې شنبه په قطر کې پيل شي. دواړو غاړو له دې پړاو د پام وړ لاسته راړونو هيله څرگنده کړې.
ښاغلي پمپيو هم له خبريالانو سره په ناسته کې وويل هڅه کوي له راتلونکو افغان ولسمشريزو ټاکنو وړاندې د سولې يوۀ تړون ته ورسېږي:
"زه هيلمن يم چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې وړاندې د سولې يوې هوکړې ته ورسېږو. دا يقيناً زموږ ټاکل شوى ماموريت دى".
ښاغلي پمپيو زياته کړه چې طالبانو ته يې د خپلو ځواکونو د ايستلو د چمتووالي په تړاو ويلي، خو نوموړي په ډاگه کړه چې تر اوسه د مهالوېش پر سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
طالبانو او افغان سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد وړاندې ويلي ټاکل شوې چې د خبرو اترو په اووم پړاو کې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتنې او د امريکا او د متحدينو د گټو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدو جزييات وروستي شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي د دغه پړاو بشپړېدا به د افغانانو خپلمنځيو خبرو ته لار پرانيزي:
"ټولې غاړې سره سلا دي چې د ترهگرۍ او بهرنيو ځواکونو د حضور په تړاو د طالبانو او امريکا د پوهاوي بشپړېدل به د افغانانو خپلمنځۍ ناستې او خبرو لپاره دروازه پرانيزي. موږ له طالبانو سره د افغان حکومت او خلکو په استازيتوب نه غږيږو او نه به وغږيږو."

د عکس سرچینه، ARG
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او ښاغلی پمپیو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوځښت او وړتيا ډېرولو، د دوه اړخیزو اړیکو د همغږۍ، سولې بهیر او د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو سره غږېدلي دي.
ښاغلي پمپيو افغانستان ته د خپل ناببره سفر په ترڅ کې چې نژدې اووۀ ساعته يې دوام وکړ د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.








