تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بسم الله وزیري: د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هغو ولسوالیو او سیمو د بېرته نیولو لپاره یې ځانګړي عملیات پیل کړي دي، چې اوس د طالبانو په لاس کې دي.
د افغانستان لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري په یوې خبرې غونډه کې، دا خبره وروسته له هغه وکړه، چې همدا نن 'جمعه جون ۷ ' افغان ځواکونو وویل، د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ یې له یوه کلن ځنډ وروسته بېرته له طالبانو ونیوله.
د ښاغلي وزیري په وینا د طالبانو له بنده د بندیانو خوشي کولو لپاره هم ځانکړی امنیتي پلان لري. نوموړي وویل:
''له ژمنې سره سم که یوه لوېشت ځمکه هم د افغانستان د دښمنانو په لاس کې وي، د وخت په تېرېدو سره به یې له دوی ازاده کړو او د افغانستان دولتي حاکمیت به هلته تامین کړو ''
''''
له دې مخکې د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت خواجه عمري ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې ده. دا ولسوالۍ شاوخوا یو کال د طالبانو په ولکه کې وه.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، نن 'غبرګولي ۱۷/جون۷ ' افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ عملیات کړي او د دې ولسوالۍ ولکه یې بېرته له طالبانو ترلاسه کړې.
بل لور ته د غزني والي وحیدالله کلیمزي یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغې ولسوالۍ بېرته نیول د غزنې هغو سیمو بېرته نیولو د پلان برخه دي چې د حکومت له کنتروله بهر دي:
''د هغه پلان له مخې چې د غزني د ځینو سقوط شویو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره په ولایتي کچه جوړ شوی، لومړی موږ د ده یک ولسوالي ونیوه او هلته زموږ ځواکونه مېشت شول او په دویم ګام کې موږ په ډېر لنډ وخت کې خواجه عمري ولسوالي هم د حکومت تر کنټرول لاندې ونیوه. ''
والي کلیمزی وايي، د ځینو ولسوالیو مرکزونه چې مخکې نورو سیمو ته لېږدول شوي وو، هغه به هم بېرته په خپلو پخوانیو موقعیتونو کې فعال شي.
یو شمېر ځايي اوسېدونکو هم له بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې چې له یوې کوچنۍ نښتې وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل، سیمه کې ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ او د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانیو ته ننوځي.
بل لور ته د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، د ولسوالۍ ودانۍ تر څنګ په شاوخوا سیمه کې هم کومانډو ځواکونه لیدل کېږي، خو مرکزي ښار غزني ته غځېدلې لار لا هم تړلې ده او ګهیځ وختي يې هم په سیمه کې ډزې اورېدلې دي.
یو کال وړاندې د شپې مهال طالبانو په دې ولسوالۍ برید وکړ او تر نن سهاره یې په ولکه کې ساتلې وه. هغه مهال برید کې وسله والو د دې ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس هم وژلی و.
هغه مهال د غزني امنیتي چارواکو ویلي و چې په دې ولسوالۍ برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوې وو. په قربانیانو کې د ملي امنیت، پولیسو او سیمه ییزو پولیسو سرتیري شامل وو.
وسله والو طالبانو هغه مهال د ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی و او د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته یې هم زیان اړولی و. طالبانو د دې ولسوالۍ له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي.
خواجه عمري د غزني ښار شمال برخه کې ۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. طالبانو لاس ته تر لویدو وړاندې دغه ولسوالۍ څه ناڅه امنه بلل کېده.
غزني کې د بي بي سي خبریال وايي، دا له ده یک وروسته په تېره یوه اونۍ کې دویمه ولسوالۍ ده چې د حکومتي ځواکونو لاس ته ورځي. خواجه عمري میدان وردګ ولایت ته څېرمه پرته ولسوالي ده.
افغان چارواکي ادعا کوي چې د خواجه عمري ولسوالۍ له بېرته نیول کېدو سره به د غزني او میدان وردګ ولایتونو تر منځ د وسله والو طالبانو تګ راتګ محدود شي.