تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان عالمانو شورا: تېرو ۱۵ کلونو کې زر عالمان 'وژل' شوي
شورا وايي دوی په تېره یوه نیمه لسیزه کې له زرو ډېرې داسې قضیې ثبت کړي چې دیني عالمان پکې هدف ګرځول شوي او وژل شوي دي.
د افغانستان د علماوو شورا په مولوي سمیع الله ریحان د تېرې ورځې برید هم غندلی او حکومت يي په ناغېړۍ تورن کړی.
سمیع الله ریحان چې وتلې دیني څېره او مفتي بلل کېده، تېره ورځ د کابل نهمې حوزې اړوند د التقوا جومات په ممبر کې د ځای پر ځای شوي بم په نتیجه کې ووژل شو. په پېښه کې ۱۶ نور کسان ټپي شوي هم دي.
مولوي سمیع الله ریحان تر ډېره د دولت پلوه او د یوه ازاد فکره عالم په توګه پېژندل کېده؟ هغه په ممبر، تلویزیونونو او ازادو بحثونو کې روانه جګړه ننګوله. خو خبر نه چې دی د همدې جګړې یو قرباني دی.
داسې قرباني چې لا يي د مرګ مسؤولیت هم چا نه دی اخیستی.
۴۵ کلن مولوي سمیع الله ریحان په ځانګړي انداز په تبلیغ پېژندل کېده، هغه تر ډېره د دیني علماوو او عامو خلکو له باورونو خلاف د مېرمنو او ناوړه رواجونو په اړه پراخ لید درلوده او بیاناوه يې.
ده واده کړی وو او د دریو اولادونو پلار و.
دې پېښې نه یوازې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هغه مینه وال غمجن کړل، بلکې د افغانستان علماوو د شورا او د ملګرو ملتونو اندېښنې هم پارولي دي.
یوناما
یوناما په یوه خبرپاڼه کې د جومات دننه برید پر ولسي وګړو برید بللی او غندلی یې دی.
د افغانستان د عالمانو شورا غړي مولوي نور پاچا بي بي سي ته وویل په روانه جګړه کې تر ډېره هغه عالمان په نښه شوي چې د افغانستان په ننګه دریځ لري.
له دې وړاندې د کابل د علماوو شورا رییس عبدالبصیر حقاني د نامعلومه کسانو له خوا په کابل کې ترور شو. له هغه مخکې د کابل په یوه هوټل کې د میلاد نبي په اړه د علماو یوه ستره غونډه کې چاودنه وشوه او ترې وړاندې بیا د لویې جرګې خیمې ته نژدې په هغو علماوو ځانمرګی برید وشو چې د سولې په اړه یوه غونډه کې راټول شوي وو.
دې پرله پسې بریدونو د افغانستان د علماوو شورا اندېښمنه کړې اوی دوی په دې برخه کې حکومت په ناغېړۍ تورنوي.
طالبان: د مولوي ریحان وژنه کې موږ لاس نه لرو
د تقوا په جومات کې د چاودنې مسؤولیت چا نه دی اخیستی، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په وینا لومړنۍ څېړنې ښيي چې د برید تر شا طالبان لاس لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بي بي سي ته ویلي، دوی د مولوي ریحان په وژلو کې لاس نه لري.
که څه هم وخت نا وخت په علماوو دغو حملو ته مذهبي رنګ هم ورکړل شوی خو د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کابل، ننګرهار، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې دا حملې د سیمې د استخباراتو او د دولت د مخالفه وسله والو کار ګڼي چې په وینا يي دوی مخور او د ښه فکر لرونکي خلک نشي زغملای.