کندوز: په جنسي تېري تورن پولیس نیول شوي

کندوز
د عکس تشریح، کندوز چارواکي وايي، ګومارل شوی کمېسیون به دوو ورځو کې معلومات وړاندې کړي(فایل فوټو)
    • Author, شازیه حیا
    • دنده, بي بي سي کابل

د کندوز د والي دفتر وایي، د عامه نظم هغه دوه پولیس سرتېري نیول شوي چې د سیمې یوې ښځې پر جنسې تېري تورن دي. د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ یوې اوسېدونکې په ابدان دښته کې د عامه نظم دوه پولیس په جنسي تېري تورن کړي دي.

دغې ښځې له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره مرکه کړې چې ویډیو یې پر خواله رسنیو کې هم لاس پر لاس کېږي، دغه څرګندونې کړې دي.

په ویډیو کې له خپل خاوند سره په چادري کې ناسته ښځه په ژړغوني غږ وایي، چې د عامه نظم د پولیسو دوو سرتېرو په ابدان دښته کې له موټره کوزه او له مېړه جلا کړې، بیا یې د پوهنتون یوې نوې جوړې شوې ودانۍ ته تر بېولو وروسته پرې جنسي تېری کړی.

د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي بي بي سي ته ویلي، د نظامي څارنوالۍ تر نظر لاندې یو کمېسیون د دغې پیښې د څېړلو لپاره خپلې پلټنې پیل کړې دي.

نوموړی وايي:

''په دې اړه د نظامي څارنوالۍ تر نظر لاندې یوه کمېسیون ته دنده ورکړل شوې چې دا موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او ژر تر ژره دې د خپلو څېړنو پایلې له ولایت مقام سره شریکې کړي. هر څوک چې په دې قضیه کې ګرم وپېژندل شي له سختې سزا سره به مخامخ شي. ''

د کندوز د والي ویاند ټینګار کوي چې کمېسیون به تر راتلونکو دوو ورځو د خپلو څېړنو پایلې له ولایت مقام او رسنیو سره شریکې کړي.