ورځپاڼو ته کتنه: د ولسمشر غني مخالفو سیاستوالو ولې مسکو غونډې ته زړه ښه کړی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایکانومېست مجله وايي افغانستان کې د اورپکۍ ختمولو لپاره يوې هوکړې ته رسېدل به ډېر په زړه پورې وي.
مجله افغانستان کې روانې ١٧ کلنې جگړې ته په اشاره وايي چې په ټپه ولاړ حالت دی.
د مجلې په وينا د سوله ييز سياست ته د طالبانو را کېکاږل او په دې ډول له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل چې ډېر گرانبيه او ويجاړونکې ده سم اقدام دى خو په خواشينۍ سره د دې اندېښنې دلايل ډېر دي چې دغه دغه تگلاره به ښايي پايله ونه لري.
مجله وايي طالبان اوسمهال اوربند او خبرو ته ليوالتيا نه ښيي او د هغو اقدامونو منظمول به چې اوس ورباندې هوکړه شوې هغه مهال په يوه خنډ بدل شي چې خبره د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش او چټکتيا ته ورسېږي.
مجله وايي که طالبان د امريکا له وتلو وروسته افغان حکومت وپرځوي دا به امريکا لپاره د ويتنام په څېر يو سپکاوى وي.
مجله وايي که د سولې له هراړخيزې هوکړې پرته امريکايي ځواکونه ووځي او افغان حکومت وپايي هم، بيا به هم جگړه زور واخلي او ان ټوله سيمه به بې ثباته شي.
ليکوال وايي زلمی خليلزاد بايد پوه شي چې امريکا د يوه پايېدونکي حل په لټه کې ده نه دا چې له افغانستانه پر شاته کېدلو يې برغولى کېښودل شي.
مجله وايي امريکا بايد تر هغه افغانستان کې پاتې شي چې طالبان وښیي سياسي حل او له وسلې لاس پر سر کېدو ته ریښتوني دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نيويارک ټايمز مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو جوړېدونکې ناستې ته په اشاره وايي تمه ده چې له دې پرمختيا سره د ولسمشر غني د حکومت دريځ لا کمزورى شي.
ورځپاڼه وايي له هغو سياسي مشرانو سره چې ډېرى يې د ولسمشر غني مخالفين دي د طالبانو کتنه به نوموړى ډېر غوسه کړي.
ورځپاڼې غونډې ته د ځينو بلل شويو سياستوالو په وينا ليکلي چې د افغانانو يوې مسکو مېشتې ټولنې دا غونډه جوړه کړې خو دا غونډه د مسکو په "پرېزېډنټ" هوټل کې ده چې يو دولتي هوټل دى او بللو شويو ته په دغه شمېر کې د ويزو له برابرولو څرگندېږي چې د غونډې جوړونکي د روسيې له حکومت سره له نژدې کار کوي.
يوه لوړ پوړي افغان چارواکي ويلي د غونډې د سمبالښت تر شاه د ولسمشر پوتين ځانگړى استازى ضمير کابلوف دى.
د ورځپاڼې په وينا ولسمشر غني ته نژدې چارواکي وايي د حکومت مخالف مشران سولې بهير سره يوځاى کېدو ځکه بېړه کوي چې غواړي له طالبانو سره په هر راز لنډمهالي حکومت کې ونډه ولري ان که دا چاره د تېرو ١٨ کلونو برياوې له خطر سره مخامخ کړي.








